قلعه نو: طالبانو يوه پوسته او پنځه پوليس نيولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۵): وسله والو طالبانو تېره شپه د بادغيس ولايت د مرکز قلعه نو مربوط سيمه کې پر يوې دولتي پوستې بريد کړی، چې په ترڅ کې يې ياده پوسته په مکمله توګه د طالبانو لاسته لوېدلې ده.
سيمه ييزې امنيتي سرچينې وايي، طالبانو بيګا د لس بجو په شاوخوا کې د کندلان او دامان تر منځ په پرته پوسته بريد وکړ، چې په پايله کې يې د قومندان عبدالمنان په ګډون پنځه عسکر وژل شوي دي.
طالبانو د ياد بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او ویاند يې قاري يوسف احمدي ويلي، چې د پنځو عسکرو د وژل کېدو سربيره پنځه نور عسکر د دوی وسله والو له ځان سره اسيران کړي هم دي.
نوموړی زياتوي، په دغه بريد کې طالبانو ته يوولس ميله وسلې، درې موټرسيکلونه او په زياته اندازه پوځي توکي هم لاسته ورغلي دي.
تر اوسه په دې اړه دولتي چارواکو په رسمي ډول څه نه دي ويلي.
طالبانو په دې وروستيو کې د بادغيس مرکز اړوند قلعه نو سيمه کې وسله وال فعاليتونه زيات کړي، چې وخت ناوخت په دولتي پوستو بريدونه کوي او غواړي چې د خپل فعاليت ساحه نوره هم پراخه کړي.
د يادونې ده، چې تېره ورځ د دغه ولايت د جوند ولسوالۍ د ميلنو په سيمه کې د قومندان ميرګل په مشرۍ د دوو سوو کورنيو خلک له طالبانو سره يوځای شول او له هغوی سره يې د همکارۍ او ورڅخه د ملاتړ ژمنه وکړه.



