د تورخم دروازه نن هم تړل شوې ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۵): د ورکړل شويو مالوماتو له مخې نن په دوهمه ورځ هم د پاکستان له لوري د تورخم دروازه د هرډول تګ راتګ لپاره تړل شوې ده.

د تورخم دروزاه تېره ورځ ماسپښين مهال وروسته له هغې وتړل شوه، چې په تورخم کې پاکستاني لوري ته پرلپسې دوه غبرګې چاودنې وشوې.

په ياده پېښه کې د نهه پاکستاني مليشه ځواک د ټپي کېدو سربيره اوو تنه افغانان هم ټپيان شول، چې په تورخم کې يې درملنه وشوه.

د تورخم د پروني بريد مسئوليت هيڅ کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، د تورخم لاره د تېرې ورځې راهيسې تړل شوې او هېوادوال دې د تګ راتګ څخه ډډه وکړي، هرکله چې پرانيستل شوه، د دوی له لوري به خبر ورکړل شي.

راپورونه وايي، چې نن په تورخم کې د افغانستان او پاکستان سرحدي چارواکي د تېرې ورځې د پېښې په اړه يوه غونډه لري او شونې ده، چې له هغې وروسته دغه لاره پرانيستل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تورخم دروازې دواړو غاړو ته سلګونه افغانان چې ډیری يې ناروغان دي بند پاتې دي او د لارې د پرانيستلو په انتظار شيبې شماري.

تر دې مخکې هم پاکستاني لوري په وار وار دغه دروازه تړلې، چې ورسره پاکستان او افغانستان ته تلونکي افغانان د سختو مشکلاتو سره مخ شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button