امریکایي سفارت په منځګړتوب داکتر عبدالله بلخ ته رسیدلی او دنجات شورا هم منحل کیږي :

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۲۵ فرید افغان)

د عطانور او داکتر عبدالله تر څو میاشتني رقابت وروسته اوس د دواړو لوریو ترمنځ یوځل بیا اړیکې خوږې شوې.
نن سهار داکتر عبدالله د یوشمیر نورو دولتي چارواکو په ملتیا بلخ ته ورسید چې د بلخ د والي لخوا یې د جلال الدین محمد بلخي په هوایي ډګر کې دروند استقبال وشو.

د امریکایي سفارت له څو میاشتنیو هڅو وروسته اوس د شورای نجات په نامه د شمالي ټلوالې ایتلاف په ختمیدو ده.
د حکومت پرضد دا ایتلاف هغه مهال رامنځته شو کله چې د ولسمشر لومړی مرستیال ترکیې ته تبعید شو.
عطانور د داکتر عبدالله د انتخاباتي کمپاین مهمه څیره وه چې اجرایه ریاست ته د نوموړي په رسولو کې یې مهم رول درلود خو بلخ ته د اشرف غني له سفر وروسته د جمعیت ډلې د دواړو مشرانو ترمنځ اړیکې یو مخ خړې شوې
او عطانور ووویل چې د عبدالله پر سیاسي پریکړو باور نه لري، ځکه یې د ولسمشر اشرف غني سره نیغ په نیغه مذاکرات پیل کړي دي.
امریکایي سفارت د شمال ائتلاف د ناراضه غړو د خپلوي هڅې داسې مهال پیل کړې چې څو ورځې وړاندې یوې سرچینې خبر ورکړ چې امریکایي سفارت عطانور ته ټارګیټ ټاکلی چې که د بلخ ولایت ورته اهمیت لري نو له حکومت سره دې اړیکې ورغوي کنه نو له ولایت به یې هم برطرفه کړي.
باید وویل شي چې تیره ورځ اشرف غني هم پکتیا ته تللی و، چې ځینې شنونکي د داکتر عبدالله سفر ته د سمتپالنې له لیدلوری هم ګوري.
ویل کیږي نوموړی به د شهید اونۍ په ځانګړو مراسمو کې هم ګډون وکړي.
بلخ ته له وړاندې د مسعود دواړه وروڼه رسیدلي او تمه ده چې د حکومت سره په یوه غږ توافق ته ورسیږي.

آخوا بیا د شمال ایتلاف بل غړی محقق د دوستم د جلبولو او د هغه دخپلولو پخاطر ترکیې ته رسیدلی چې ځینې سرچینې خبر ورکوي چې نوموړی به هم ژر تر ژره کابل ته ورسیږي.
امریکایي سفارت وروسته له هغه د شمال اتیلاف مشران له صحنې وایستل کله چې په نوموړو د حکومت د سقوط او په ارګ باندې د کودتا تور ولګیده

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button