نيويارک ټايمز: پاکستان په خپله خاوره په پټه امریکا ته د بې پيلوټه بريدونو اجازه ورکړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۵): د امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز د راپور له مخې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې د ولسمشر ټرمپ څخه غوښتي چې د افغانسان او پاکستان د کرښې دواړو غاړو ته د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو اجازه ورکړي.

د سرچينې په وينا، که ولسمشر ټرمپ سي آی ای ته د بې پيلوټه الوتکو د کارولو اجازه ورکړي، نو دا به په افغانستان او سيمه کې په ښکاره لومړی ځل وي چې سی آی ای د القاعده او نورو ډلو پر خلاف بريدونه ترسره کړي.

نيويارک ټايمز ليکي، چې سي آی ای به په خپلو دغو بريدونو کې ډيره پاملرنه په افغانستان کې د حقاني وسله والې ډلې ته کوي او هغوی به هدف ګرځوي.

ورځپاڼې پر امريکايي ځواکونو د امريکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د حکومت ځينې محدوديتونو ته په کتو ويلي، چې په جګړه کې د هغه د دورې محدوديتونو د وسله والو پرضد د امريکا لاسونه تړلي و.

ورځپاڼې زياته کړې، چې له لسو کلونو راپديخوا امريکا په پاکستان کې په پټه د بې پيلوټه الوتکو بريدونه کوي، چې هيڅکله هم د دواړو هېوادونو چارواکو پرې اعتراف نه دی کړی.

د نيويارک ټايمز په خبر کې راغلي، چې پاکستان امريکا ته پر خپله خاوره د بريدونو اجازه ورکړې، خو شرط يې پرې دا ايښی چې هيڅکله به پر کېدونکو يا شويو بريدونو اعتراف نه کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button