شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

آسانه نيکيانې – شپاړسمه برخه

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
سپتمبر 16, 2017
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
9
ځلې شریک شوی
114
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ليکوال : دکتور کفايت الله  (وردګ)

د دنيا او آخرت د ټولو کارونو حل

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

له حضرت ابي الدرداء رضی الله عنه  څخه روايت دى چې رسول الله صلی الله علیه وسلم   فرمايل : چا چې په سحر او ماښام کې اوه ځله وويل :

حَسْبِيَ اللهُ لَا إِلَهَ إِلَا هُوَ عَلَيْكَ تَوَكَلْتُ وَهُوَ رَبُ العَرْشِ العَظِيْمِ

دده  د دنيا او آخرت د ټولو هغه کارونو لپاره بس دى چې دى يې په اړه اندېښمن وي .  رواه ابن السني

له نا څاپي بلا څخه نجات

له حضرت عثمان رضی الله عنه  څخه روايت دى چې رسول الله صلی الله علیه وسلم   فرمايل : چا چې په ماښام کې درى ځله وويل :

بِسْمِ اللهِ الَذِيْ لَا يَضُرُ مَعَ اِسْمِهِ شَيْءٌ فِي الأَرْضِ وَلَا فِيْ السَمَاءِ وَهُوَ السَمِيْعُ العَلِيْمُ.

تر صبا پورې به نا څاپي بلا ورته ونه رسيږي او چا چې په سحر کې درى ځله وويل نو تر ماښام پورې به د نا څاپي بلا څخه په امن کې وي . رواه ابو داود

غوره ذکر

رسول الله صلی الله علیه وسلم   فرمايي: چا چې په ورځ کې سل ځله وويل :

لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَه لَا شَرِيْكَ لَه، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِ شَيْءٍ قَدِيْرٌ

ده ته به دومره ثواب ورکړل شي لکه ده چې لس غلامان ازاد کړي وي ، سل نېکيانې  به ورته وليکل شي ، سل ګناهونه به ورڅخه لرې کړل شي ، او پدې ورځ کې به له شيطان څخه تر ماښام پورې په امن کې وي او د قيامت په ورځ به له ده نه څوک غوره شى رانه وړي مګر داسې کس وي چې همدا يې تر ده زيات ويلي وي . متفق عليه

د جنت ضمانت

رسول الله صلی الله علیه وسلم   فرمايي :

مَنْ يَضْمَنُ ليْ مَا بَينَ لِحْيَيه وَمَا بَيْنَ رِجْلَيْهِ أَضْمنُ لَهُ الجَنَّةَ .  رواه البخاري

ترجمه : څوک چې ماته د هغه شي ضمانت وکوي چې دده د ږيرې په مينځ کې ده (خوله) (يعني ددې ضمانت راته وکوي چې په خوله به غيبت ، بدې خبرې، او نور داسې کارونه چې شريعت ناروا کړي دي نه کوي او هغه څه به ورباندې کوي چې شريعت لازم کړي دي لکه په مانځه کې چې د خولې څومره دخل دى او په روژه او داسې نورو کې)  او هغه چې دده د پښو په مينځ کې دى (فرج)  (يعني ددې ضمانت راته وکوي چې خپل فرج به له هر قسم ناروا څخه ساتي زه ورته د جنت ضمانت کوم .

له شيطان نه حفاظت

رسول الله صلی الله علیه وسلم   فرمايي :

إِذَا دَخَلَ الرَجُلُ بَيْتَه، فَذَكَرَ اللهَ عِنْدَ دُخُولِه وَعِنْدَ طَعَامِه، قَالَ الشَّيْطَانُ : لَا مَبِيْتَ لَكُمْ وَلَا عَشَاءَ. وَإِذَا دَخَلَ فَلَمْ يَذْكُر اللهَ عِندَ دُخُولِه، قَالَ الشَيطَانُ: أَدرَكتُم المَبيتَ. وَإذَا لَم يَذكر اللهَ عندَ طَعَامِه، قَالَ: أدرَكتُم المَبيْتَ والعَشَاءَ. رواه مسلم

ترجمه : کله چې کوم سړى خپل کور ته ننوزي نو د ننوتلو په وخت کې الله جل جلاله  ياد کړي  (بسم الله ووايي) او بيا يې د خوراک په وخت کې هم ياد کړي (په خوراک باندې د شروع په وخت کې هم بسم الله ووايي) نو شيطان ووايي دلته نه ستاسې د شپې تېرولو ځاى شته ا و نه ستاسې لپاره خوراک شته او کله چې يو انسان کور ته ننوزي د ننوتلو په وخت کې بسم الله ونه وايي شيطان ووايي راځئ د شپې ځاى مو پيدا کړو او کله چې په خوراک باندې د شروع کولو سره بسم الله ونه وايي نو شيطان ووايي راځئ د شپې ځاى مو هم پيدا کړو او خوراک مو هم پيدا کړو . (بيا له هماغه خلکو سره ناست وي خوراک ورسره کوي) .

د کارونو اسانتيا

حضرت فاطمې رضی الله عنها  له رسول الله صلی الله علیه وسلم   څخه وغوښتل چې د کارونو لپاره يو غلام ورکړي ترڅو د کور په کارونو کې ورسره مرسته وکوي نو رسول الله صلی الله علیه وسلم   دې مبارکې رضی الله عنها  او حضرت علي رضی الله عنه  ته وفرمايل :

ألا أدُلُكُمَا على خيرٍ ممَّا سأَلْتُمَا؟ إذا أخَذْتُمَا مضَاجِعِكُما، أوْ أوَيتُما إلى فِرَاشِكُما، فسبحَا ثلاثًا وثلاثينَ، واحْمَدا ثلاثًا وثلاثينَ، وكبِّرا أربعًا وثلاثينَ، فهوَ خيرٌ لكما من خادمٍ .  متفق عليه

ترجمه : زه تاسې دواړو ته داسې څه شى ونه ښيم چې هغه به ستاسې لپاره له هغه شي نه غوره وي چې تاسې يې غوښتنه کړې (د هغې له امله به ستاسې کارونه تر هغه نه ډېر درته اسانه شي لکه لتاسې سره چې يو غلام پکې مرسته کړې وي)  کله چې تاسې په خپله بستره باندې د خوب لپاره څملاستئ او يا تاسې خپلې بسترې ته ورغلئ نو دري دېرش ځله سُبْحَانَ اللهِ  وواياست دري دېرش ځله اَلْحَمْدُ للهِ  وواياست او څلور دېرش ځله اللَّهُ أَكْبَرُ  وواياست  دا تاسې ته له يو خادم نه غوره دي .

نکته : علماء کرام فرمايي کله چې څوک تر ويده کېدو وړاندې دا پورتني کلمات ووايي نو ددې په برکت د انسان په وخت کې برکت راشي چې بيا په لږ وخت کې ډېر کارونه کولى شي  او د ستړيا احساس هم زيات نه کوي .

خپل ماشومان د شيطان له ضرر نه ساتل

رسول الله صلی الله علیه وسلم   فرمايي :

لَوْ أنَ أَحَدُهُمْ إِذَا أَرَادَ أَنْ يَأتي أَهْلَه قَالَ: بِسْمِ اللهِ، اَللَّهُـمَّ جَنِبْنَا الشَّيْطَانَ، وَجَنِبْ الشَّيْطَانَ مَا رَزَقْتَنَا، فَإِنَّه إنْ يقدر بَيْنَهُمَا وَلَد في ذَلِكَ لَم يَضُره ُشَيْطَان أبدًا . متفق عليه

ترجمه : که په تاسې کې څوک غواړي چې خپلې کور واله ته ورشي نو هغه ووايي  (د الله جل جلاله  په نامه اې الله جل جلاله  مونږ له شيطان نه په يو طرف کې وساته او شيطان له هغه څه نه چې مونږ ته د را کړي دي په يوه طرف کې وساته ) بېشکه که ددې جماع نه دوى ته اولاد مقدر وو (لدې جماع نه حمل راغلو) نو دې ماشوم ته به شيطان هېڅکله هم ضرر ونه رسوي .

په رزق کې فراختيا

رسول الله صلی الله علیه وسلم   فرمايي :

من سَرَّهُ أن يُبسطَ له في رزقِه أو يُنسأَ له في أَثَرِهِ فليَصِلْ رحِمَه. متفق عليه

ترجمه : که څوک پدې خوشحاليږي (که د چا زړه غواړي) چې رزق يې فراخ شي او يا غواړي چې په بدن کې يې قوت راشي (د يو قول له مخې يا غواړي چې تر مرګ وروسته يې ښه ياد پاتې شي او يا که څوک خوښوي چې عمر يې اوږد شي)  نو هغه د خپلولي ټينګه ساتي … نور بيا ان شاء الله

مخکینې مطلب

نيويارک ټايمز: پاکستان په خپله خاوره په پټه امریکا ته د بې پيلوټه بريدونو اجازه ورکړې

بل مطلب

نماز، وسیله یی نجات از فحشا و منکرات....!

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com