کندهار: ترافيکي پېښه کې لس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۵): د کندهار ولايت د دامان ولسوالۍ مربوط د منډحصار په سيمه کې د ترافيکي پېښې له امله لس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پېښه نن غرمه د دولس بجو په شاوخوا کې د ملي اردو د يو لوي موټر او د مسافر وړونکي صرف موټر د ټکر له کبله رامنځته شوې ده.

ځايي سرچينې وايي، په پېښه کې يو تن مړ شوی او د شپږو ماشومانو او يوې مېرمنې په ګډون دوه نارينه هم ټپيان شوي دي.

د پېښې ټپيان د ميرويس روغتون ته د تداوۍ په موخه وړل شوي دي، ويل کېږي په ټپيانو کې د يوې ښځې حالت نازک دی.

وخت ناوخت د ترافيکي پېښو له امله هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوړي، چې ولسي خلک پکې تر ډېره د موټروانانو بې احتياطي او د لارو خرابوالی د دې پېښو لامل بولي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button