د ټولنبزو رسنیو فعالانو د(رسنۍ وپیژنۍ)تر عنوان لاندې د عامي پوهاوي کمپاین وکړ:

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۲۵ فرید افغان )

تیره ورځ له سهار څه بیا تر ماشام پورې د ټولنیزو رسنیو سلګونو فعالانو د رسنیو د موخو او د هغوی د ګټو اوزیانونه په هکله پراخې لیکنې، مقالې او تبصرې نشر کړې.
فعالانو د هیواد صوتي، انځوریزې، اوچاپي رسنۍ د پردیو د لاس آله وبللې او په وینا یې چې همدا رسنۍ دي چې قومي،مذهبي تعصباتو ته د لمن وهلو ترڅنګ د دولت د مخالف لوري پرضد داسې نشرات کوي چې د دوی له خوا د آزادۍ اوخپلواکۍ د شعاریزې کلمې سره هیڅ سر نه خوري.
د ټولنیزو رسنیو نوموتي فعال عاکف مهاجر په یوه پوسټ کې لیکلي چې ‹‹د رسنیو اهمیت له دې وپیژنئ چې امریکایانو لومړی ګوزار د طالبانو په رادیو سټیشن وکړلو ترڅو یې لمړی ژغ چوپ کړای شي››

د احمدتقي په نامه یو فعال بیا درسنیو په اصلي هدف خبره کړې او په وینا یې چې ‹‹زموږ افغاني رسنۍ دخلکو د اصلاح او حقایقو وړاندي کولو پر ځای فحاشي او ډیموکراسي خپروي›› نوموړی د رسنیو له منځه وړل د فحاشي په لمنځه وړلو کې اغیزناک بولي.
د حمزه عابد په نوم یو رسنیز فعال بیا د همدې رسنیو په مقابل کې د موازي رسنیزې مبارزې مشوره ورکوي او په خبره یې چې‹‹ چې موږ له یو داسې دښمن سره مخ یو چې په داسې مطبوعاتو سمبال ده چې پر مټ ېې دوی وکولی شوای هیوادونه اشغال کړي نو د دې لپاره موږ هم پیاوړو او غښتلو مطبوعاتو ته اړتیا لرو››
دخړې حجرې خړ طالب په نامه یو لیکوال بیا رسنۍ تر ټوپک، هم قاتلې بولي ،او په وینا یې چې همدا رسنۍ فحشا او بې دینۍ ته اولویت ورکوي.
دی د مضرو خبربالانو ترور هم پځای عمل بولي او د استدلال پخاطر یې ویلي چې‹‹د اسلام خوږ پیغمبر تر پایه پخپل لاس کوم کافر ندی قتل کړی او نه یې د کوم جنګیدونکې قاتل کافر په نامه د قتل او ترور غوښتنه او امر کړی خو د مدینې د مشرکینو ژونالیست او رسنیز ډرامه نګار کعب بن اشرف د ترور غوښتنه، د ترور امر او د هغه خبریال لعین د قتل او ترور نقشه پخپله د اسلام ستر لارښود ترتیب او د هغه قتل ته ګمارل شوې صحابه مبارکین یې لارې ته سیخ کړل او تر یوه معهود ځای پورې ورسره پخپلو مبارکو قدمونو لاړ.››
د حیدري خوستي په نوم یوځوان لیکي ‹‹د اشغال د دوام د اذهانو د خراب والي د ولس په سترګو کی د خاورو شیندونکي د حقایقو پټوونکي او د پردیو لاوډسپیکر همدا اجیرې رسنۍ دی چی تل یی د اتلانو قربانۍ تر خاورو لاندې او یا پردیو ته منسوب کړي دی››
د خالقیار احمدزي په نوم یو فعال د پوښتنې په توګه لیکلي ‹‹
آیا څوک ویلی شئ چې دا دومره ګڼ رسنیز سانسور کې ولې د مخالفې ډلې پریکونسي وجود نلري، آن تر دې چې د هغوی نظریات د زوکمبرګ په مخترعه آزاده صفحه هم نشي لیدلی او د بلاک دوکمه ورته ډیره ژر ووهي داولې؟
له دې څخه معلومیږي چې د رسنیو ګرم بازار د شخصي منافعو د جلبولو پخاطر د دولت او امریکایانو یو خصوصي بانډ دی ترڅو پدې توګه خپل فکري عقیدوي کمپاین په ښه توګه ترسره کړي››
د یادونې وړ ده چې دا هغه تبصرې وې چې موږ ته رارسیدلې باید وویل شي چې رسنیز فعالان د هرې جمعې په ورځ د عامه پوهاوي پخاطر په یوه ځانګړې اوونیزه موضوع بحث کوي او عام خلک د هغه په ټولو ابعادو پوهوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button