راټولوونکی: عزام حقاني
کرۍ ورځ د ولس د چارو په اصلاح کې بوخت وو. کله چې غرمه شوه، د غرمې استراحت ته یې ځان جوړاوه چې زوی عبدالملک یې ورته راغی او ورته ویې ویل: اې آمیرالمؤمنین! څه کوي؟ ده مبارک ورته وویل بیګا شپه مي ستا د تره سلیمان بن عبدالملک په تکفین او تجهیز کې شوګیره تیره کړيده =، نو اوس به لږ خوب اوارام وکړم، کله چه ماسپښین لمونځ وکړم بیابه د خلګو مظالم واپس کړم.
زوی ورته وویل ترماسپښین پوري دژوند زمه وار دي څوک دی؟ نوده مبارک ورته وویل : زویه رالنډ شه، هغه ورته رانیزدې شو نوسینې سره یی پیوست کړ او دواړو سترګو ترمنځ یې مچ کړ او ویې ویل: الحمدلله الحمدلله چه زماله شا څخه یې هغه څوک پیداکړ یدی چه له ماسره زماپه دین او کارونوکې مرسته کوي ، نو ووت اودغرمې استراحت یې پریښود اعلان کوونکي ته یی امر وکړ چه داسي اعلان وکړي دچا مالونه چه حکومت په زور نیولي دي هغوی دي عریضي وکړي ترڅو داثبات په صورت کې ورته بیرته وسپارل شپ نوهیڅ داسي شی یې پرینښود چه دسلیمان بن عبدالملک اویادده د کورنۍ په لاس کې ووه مګر خپلوخپلو خاوندانو اومالکانوته یې وسپاره.

















