ولسي جرګه: امریکا غواړي د ملي پوځ لسګونه زره افسران تقاعد ته مجبور کړي.

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۲۶ فرید افغان)
ولسي جرګې یوځل بیا امریکایان د افغانستان په داخلي چارو کې په لاسوهنه تورن کړل او په وینا یې چې امریکا غواړي د ملي پوځ په شیندلو سره هغه کسان رامخته کړي چې د دوی ګټې خوندي کوي او د دوی لخوا یې په فکري ډول ښه روزنه ترلاسه کړې وي.
د امریکا د نوي پشنهاد تر مخه چې حکومت هم ورسره منلی لسګونه زره افسران، ډګروالان او جنرالان به له وخت مخکې تقاعد ته سوق کیږي او پځای به یې نوې څیرې جلب کیږي.
د ولسي جرګې د وکیلانو په وینا چې امریکا پخپله یاده طرحه جوړه کړې او اوس یې دولت ته ددتطبیق لپاره استولې او ښایي چې دولت هم پرې په پټو سترګو لاسلیک وکړي.
د ولسي جرګې غړي وایي، چې که دا طرحه عملي شي ۶۵۰۰۰ افسران، ډګروالان او جنرالان به خپلې دندې له لاسه ورکړي. د دوی په وینا چې په دولت کې تغیر او تبدیل یو اصل دی، خو په دې کچه د پوځ افسران او جنرالان تقاعد ته سوق کول د قانون خلاف کار دی چې پکې امریکایان خپلې ځانګړې ستراتیژیکې موخې لري.
یاده طرحه د امریکا له لوري حکومت ته وړاندې شوې او حکومت په امنیتي ادارو کې د اصلاحاتو په بهانه دا طرحه عملي کوی.
تر دې وړاندې د ولسي جرګې غړو د افغان جګړې د تمدید لپاره د امریکا نوې ستراتیژي هم په حکومتي مشرانو تحمیلي چاره بللې وه او په خبره یې چې د ګډ حکومت مشرتابه د امریکا هر وړاندیز ته، هغه که د هیواد د علیا منافعو په شر هم وي لبیک ویلی او امریکایانو ته یې په ټولو پریکړو کې د مداخلې کامل صلاحیت ورکړی دی .
په همدې حال کې یو شمیر شنونکي بیا د ولسي جرګې څرګندونې پځای بولي خو په وینا یې چې د داسې ادارې پر وړاندې کې چې آن د چارواکو ټاکل او سلب صلاحیت کول یې هم د بهرنیانو په واک کې وي ښایي کوم مثبت اثر ونه ښندي.



