حکومت نشي کولی دځینې سلب صلاحیت شويو وزیرانو پځای نوي کسان معرفي کړي:
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی۲۶ فرید افغان)
پدې وروستیو کې افغان حکومت ولسي جرګې ته نوي ۸ نوماند وزیران ورپیژندلي، خو ولسي جرګه وایي تر هغه چې ورته ټول نوماند وزیران ور معرفي نشي هیڅ وزیر ته د تائید رایه نه ورکوي.
ولسي جرګه وایي تر څو چې د بهرنیو چارو، پوهنې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونه لپاره نوماندان چې ور ونه پیژندل شي دا ۸ تنه هم نمني.
ددیادونې وړ ده چې د جمعیت ګوند مشر او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني چې د حکومت په مخالفه سیاسي جبهه کې ولاړ و، د ملي یووالي حکومت له مسوولينو سره د جوړجاړي له مخې پر خپله څوکۍ پاتې کېږي.
د ولسي جرګې غړي وایي چې په دې برخه کې هېڅ راز استثنا نه مني او د بهرنیو چارو د سرپرست په ګډون دې د پاتې سرپرستانو پر ځای هم نوي کسان ور معرفي شي.
د ولسي جرګې غړی کمال ناصر اصولي وایي له دې وروسته به اجازه ور نکړي چې د ولسي جرګې پرېکړه د حکومت د سیاسي معاملاتو تر سیوري لاندې راشي.
خو حکومت کې د ننه ځینې سرچینې بیا وایي چې په ځینو پریکړو کې کې آن د ارګ مشرتابه هم واک نلري ترڅو په مستقیم ډول امریکایي سفارت مداخله ونکړي.
باید وویل شي چې ولسي جرګې پدې وروستیو کې د حکومت پر وړاندې خپل ټول واک او ځواک له لاسه ورکړی او هیڅ پریکړې او غوښتنې ته یې اهمیت نه ورکل کیږي.
څو میاشتې کیږي چې ګڼ سرپرستان لوی وزارتونه اداره کوي او ولسي جرګې هم په ځلونو د نویو وزارتونو لپاره د نوماندانو غوښتنه کړې خو نه یواځې چې وزیران ندي معرفي شوي بلکه لا هم په خپلو وزارتونو کې فعال دي.



