ارګ: حکومتي چارواکي په احزابو او ګوندونو کې برخه نشي اخیستلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۲۶ فرید افغان)

له ارګ څخه به خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان ولسمشر هغو سیاسي څیرو اشخاصو افرادو ته ګوتڅنډنه کړې چې هم له حکومت سره تړلي او د دولت په مخالف احزابو کې دخیل دي.
د ارګ پاڼه زیاتوي دا ډول خلک باید یو مسیر ونیسي او په وینا یې چې دوه ګونی لیدلوری ورته د منلو ندی.
د دې خبرپاڼې د حکم سره سم د کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت، ملي امنیت ریاست، لویې څارنوالۍ، سترې محکمې او دې ته ورته ادارو کارکوونکي باید په هېڅ سیاسي ډلې پورې تړلې نه وي او په خپلو چارو کې بې طرفي په پام کې ونیسي.
د ارګ لخوا دا اعلامیه داسې مهال صادریږي چې ویل کیږي د شمال ټلوالې لخوا جوړ شوی ایتلاف د امریکایي سفارت په هڅو له انزوا سره مخ ده.
دا یتلاف چې هم یې له دولت څخه کوردینات اخیستل او هم یې دولت غانده اوس یې مشران یو په بل پسې له حکومت سره اتحاد ته چمتو کیږي ، عطانور هم راضي شوی، دوستم هم ښایي څه وخت وروسته کابل ته راشي او رباني به د ولسي جرګې لخوا د سلب صلاحیت سربیره بیا هم خپلې دندې ته دوام ورکوي.

د دې حکم تر مخې حکومتي چارواکي تر دې وروسته نشي کولی چې په سیاسي غونډو، فعالیتونو او اعتصابونو کې برخه واخلي.
اعلامیه زیاتوي؛ هغه خلک چې له سیاسي احزابو سره تړلي وي او اوسمهال حکومتي دنده نلري که په حکومت کې د کار کولو تابیا لري لازمه ده تر څو له دغو ګوندونو خپله رسمي استعفا وړاندې کړي او که له ګوندونو سره یې بیا هم اړیکو ته دوام ورکاو، باید تر قضايي تعقیب لاندې ونیول شي.
حکومت د دې کار علت له سیاست نه د چارواکو لرې والی او قانونه ته ژمنتیا ښوودلی.
د دې حکم په اساس اوس نو د جمعیت، حزب او ورته نورو ګوندونو کسان نشي کولی چې یا د خپل ګوند په استازولی حکومت ته ورشي او یا هم په ګوند د وجود سربیره دولتي دندې هم ترسره کوي.
شنونکي دا هڅه د احزابو او سیاسي ډلو ټپلو د ختمولو لپاره ډیر ښه اقدام بولي چې په وینا یې اوس به سیاسي احزاب په ټولییز ډول شخصي کیږي او د حکومت سره د کارکولو په مهال به یې حزبي تابعیت هم لمنځه ځي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button