دا راته ضمير وايي

ملامحمدمطمئن
وايه راته بد وايي که ښه وايي
ما پسې د کلي خلک څه وايي

ګونګ دې شي او ژبه دې ترې قطع شي
دې وخت کې چې څوک حقيقت نه وايي

نه پوهېګم ټګ دي که ناپوهه دي
وچو ته چې دا خلک لامده وايي

ښکلی د بابا لقب یې سپک کړلو
هر يو بې پدره ته نيکه وايي

ځکه خو باطل ته غاړې وتي دي
دا وګړي سمو ته کاږه وايي

چا چې له وطن نه لېوان وشړل
هغو ميدان وړو ته دوی پړه وايي

هغه چې دې کلي ته په زور راغله
دوی ورته راغلي مېلمانه وايي

و وژنه د دين دښمنان و وژنه
دا راته ضمير وايي او زړه وايي

مونږ ته به د زور خبرې نه کوې
مونږ ته ( مطمئنه ) پښتانه وايي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button