پوهنتونونه دې له تنظیمي انځورونو لرې وساتل شي!

تبصره : هېواد خوږیاڼی
هر هېواد خپل اتلان لري او خپلو اتلانو ته پوره درناوی کوي. د خپلو اتلانو په نامه ښوونیزې، روغتیايي، دیني او عام ځایونه د همدغو اتلانو په نامه نوموي. زیاتره اتلان د خپلواکۍ اخیستلو، هېواد ته د بنسټیز کار کولو، پوهانو، لیکوالو او د روغتیا پالانو له ډلې وي. زموږ د هېواد اتلان هم کم نه دي. د ازادۍ د اخیستلو له اتلانو نیولې؛ تر نورو برخو پورې اتلان لرو. دلته ځینې اتلان نه دي؛ خو امریکا او گډ حکومت یې په زوره په خلکو د اتلانو په نامه مني.
احمد شاه مسعود، عبدالعلي مزاري، حبیب الله کلکانی، صبغت الله مجددي، برهان الدین رباني، عبدالرب رسول سیاف، حامد کرزی، اشرف غني، عطاء محمد نور، امرالله صالح، قسیم فهیم، گلبدین حکمتیار، ډاکټر نجیب الله، نور محمد تره کی، حفیظ الله امین، شاه نواز ټنی، ببرک کارمل او …. دوی زیاتره د امریکا، روسیې او په خپلمنځي جگړو کې د عامو خلکو په وژلو تورن دي. دوی د پردي دسترخوان غوړه مالان دي او د خپل هېواد وگړي یې د پردیو گټو لپاره وژلي دي.
روانه اوونۍ په کابل کې د شمال ټلوالې د احمد شاه مسعود، حبیب الله کلکاني او عبدالعلي مزاري انځورونه په کابل پوهنتون کې ولگول، چې د یو شمېر خلکو غوصه یې راوپاروله. په ټولنیزو شبکو کې زیاتره فعالانو له اوسني گډ حکومت څخه غوښتنه کوله، چې د هېواد مرکزي پوهنتون دې د لنډهغرو له انځورونو پاک شي؛ گنې دوی به د سولهییزو لارو څخه دغه انځورونه لرې کړي.
کابل پوهنتون د هېواد لومړنی او مرکزي پوهنتون دی، چې د هېواد د هر ولایت زده کړه یالان پکې په زده کړو بوخت دي او د شمال ټلوالې له لنډه غرو کرکه کوي.
اوسنی گډ حکومت دې قومي تعصباتو ته لمن نه وهي او له دې لارې دې افغانان په خپلو منځونو کې په لانجو نه اړوي؛ ځکه یاد درې تنه هغو خلکو ته هېڅ اتلان نه دي، چې ددوی له لاسه یې خپل خپلوان شهیدان او بې عفته شوي دي.
پوهنتونونه دې ازاد پرېښودل شي او د سیاست د ناوړه لوبو ښکار ځای دې ترې نه جوړوي.



