دحسن ارګ ته ېې دزلفو ملېشه ولاړه

غزل
طالب الهام
دښایست بام باندې مغروره بیانېشه ولاړه
دحسن ارګ ته ېې دزلفوملېشه ولاړه
خدایه چې وینم ېې زړګی مې سم هیره هیره شي
دیتیم سترګه کې ده اوښکه همېشه ولاړه
راځي ماښام له مزدورۍ نه ستړې ستړې کورته
یوه بوډۍ دماشوم زوی په اندېشه ولاړه
میراث راپاتې دمجنون دپاک خلوصه څخه
مینه مدام وي دجفاپدې پېشه ولاړه
دمینې راځ اخلي طالب الهام له سپینې سپوږمۍ
چې په دېوال دشنه اسمان لکه شیشه ولاړه



