د نوازشريف مېرمن کلثوم نواز پارلمان ته بريالۍ شوه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۷): د پاکستان د پخواني لومړي وزير ميرمن کلثوم نواز هغه پارلماني ټاکنه کې بريالۍ شوه، چې څه موده مخکې د هغې خاوند نوازشريف د دغه هېواد د سترې محکمې له لوري ناهله وټاکل شو او څوکۍ يې خالي پاتې شوه.

د جولای په مياشت کې د پاکستان سترې محکمې نوازشريف نااهله اعلان کړ او له هغې وروسته په پارلمان کې د هغه څوکۍ خالي پاتې شوې وه. پر نوموړي او کورنۍ یې تورونه دي چې له هېواده بهر یې پټې شتمنۍ لرلې.

تېره ورځ يادې څوکۍ ته د پاکستان د مختلفونو ګوندونو ۴۴ تنو نوماندانو ځانونه کانديد کړي و.

د پاکستاني رسنيو د راپورنو له مخې په لاهور کې د پارلمان د ۱۲۰ حلقې په ۲۲۰ مرکزونو کې خلکو رأیه اچونه وکړه چې په نتیجه کې د مخکیني صدراعظم نواز شریف مېرمن کلثوم نواز تر ۶۰ زرو زیاتو رأیو په ګټلو لومړی او د تحریک انصاف ګوند کاندیدې ډاکټر یاسمین رشید د شاوخوا ۵۰زرو رأیو په ګټلو دوهم مقام ترلاسه کړ.

ويل کېږي د ټاکنو لپاره کلثوم نواز خپله کمپاین نه و کړی، ځکه هغه اوس هم په لندن کې ده او د سرطان درملنه یې روانه ده، د هغې لپاره يې کمپاين د لور مريم نواز له خوا پر مخ وړل کېدو.

د یادونې وړ ده چې په لاهور کې د ټاکنو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او د رأیې اچوونې په ټولو مرکزونو کې پوځ ځای پر ځای شوی و.

د ټاکنو د پایته رسیدو او لومړنیو نتایجو د اعلانیدو نه وروسته  د پاکستان د مسلم لیګ نواز شریف ګوند خپل بری  اعلان کړ او په جشنونو يي لاس پورې کړ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button