غني! په دې انځورونو دې خلک نه غولېږي/ خالد روان
نن د گډ حکومت لومړی مشر اشرف غني امریکا ته په رسمي سفر ولاړ. خیاطانو یې وویل: چې غني د کم لگښت او د سپما په خاطر په یوه سوداگریزه الوتکه کې سفر کړی.
د انځور له خپرېدو وروسته په ټولنیزو شبکو کې همدغه انځور گرمه موضوع شوه. خیاطانو یې ویل، چې غني د هېواد اقتصاد پیاوړي کولو ته لومړیتوب ورکوي او په اصطلاح یې په دې کم لگښته الوتکه کې د غني تگ خاکساري او له هېواد سره مینه ده.
په تېرو ناندریزو ټاکنو کې غني هر ولایت ته چې سفر کړی؛ نو یاد ولایت خلکو ته یې له غرونو غوښې او له اوبو د چرگ ښوروا جوړ کړي وو او په گرمو ژمنو سره یې غوښتل د خلکو ملاتړ خپل کړي.
غني د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال ژمنه کړې وه، چې یو میلیون افغانانو ته به کار پیدا کړي؛ خو په تېرو درې کلونو کې یې زرگونه افغان ځوانان بې کاره کړل او درې سوه زره افغانانو هېواد پرېښود او نورو هېوادونو ته کډه شول.
د روڼتیا نړیوالې ادارې تېره اوونۍ راپور ورکړ، چې د کرزي د واکمنۍ په پرتله د غني په واکمنۍ کې اداري فساد ۴۵٪ سلنه ډېر شوی او په تېرو درېو کلونو کې دا سلنه له دوه زره او نهه سوه میلیونه ډالرو« ۲،۹ میلیارده ډالره» چارواکو حیف میل کړي دي.
غني د سل ورځو د کار د ازموینې خبره هم کړې وه؛ خو دادی د غني د واکمنۍ درې کاله پوره شول؛ نه یې ملت ته د کړیو کارونو حساب ورکړ او نه هم تراوسه ترې چا ازموینه واخیسته.
پژواک خبري اژانس تېره میاشت د تدارکاتو په تړونونو کې د غني د مېرمنې رولا غني له نقابه هم پرده پورته کړې وه، چې د غني په امر یې له لبناني شرکت سره د پنځو لویو پروژو تړونونه کړي او زیاتې پیسې پکې وهل شوي دي.
د گډ حکومت دواړه مشران اشرف غني او عبدالله عبدالله په فساد کې ښکېل دي او د لسگونو سلاکارانو په لرلو سره یې میلیونونه افغانۍ بې ځایه مصرف کړي؛ خو تراوسه یې نه د کوم سلاکار کار چا ولیده او نه یې کومه لاسته راوړنه.
غني دې بهرنیو هېوادونو په مجهزو او عصري الوتکو کې سفر وکړي؛ خو دې ملت ته دې روانې اوونۍ د بمباریو په هکله هم معلومات ورکړي. که یې مخه نه شي نیولی، نو د خواخوږۍ اعلامیه خو خپرولی شي.
نیویارک ټایمز تېره اوونۍ لیکلي وو، چې په روان کال کې امریکايي عسکرو ۲۲۰۰ هوايي بریدونه کړي. که په هر برید کې یو افغان شهید شوی وي؛ نو په موږ په روان کال کې ۲۲۰۰ هېوادوال له لاسه ورکړل؛ خو د گډ حکومت دواړه مشران پر دې بمباریو او هوايي بریدونو غلي دي او له خولې سپوڼ هم نه شي ویستلای.
ښاغلی غني! دا د ټاکنیزو شعارونو وخت نه دی. عام خلک له بې کارۍ، هوايي بریدونو، فقر، ناامنیو، تښتونو، وژنو او د چارواکو له ناانډولۍ په تنگ راغلي. خلک کار غواړي؛ نه دا چې تاسې بهر ته په کومه الوتکه کې سفر کوئ؟



