یهودي صهیونستي ښکیلاکګر رژیم د روان کال په اوږدو کې د فلسطینیانو 111 کورونه نړولي دي

 

پرون د دوشنبې په شپه او سهار په الضفة الغربیة کې صهیونستی ښکیلاکګرو ځواکونو 18 فلسطینيان د یو لړ بریدونو په جریان کې بندیان کړل، له بل پلو نه یهودي ښکیلاکګرو د القدس ښار ختیڅ ته په الزعیم ښارګوټي کې د فلسطینانو کورونه ونړول او هغه یې بې اجازې او غیر قانوني ودان شوي کورونه وبلل.

د نادي الأسیر الفلسطیني ارګان څرګنده کړه چې اسرائیلي ښکیلاکګرو په القدس کې 7 تنکي ځوانان بندیان کړل، او د کوبرقضاء رام الله له ښار نه یې 5 فلسطیني مسلمانان او د طولکرم په ولایت کې یی هم 7 فلسطینان نیولي دی.

د ښکیلاکګر فوځ د یوه مکتوب له لارې ویلي دی چی دوی دغه فلسطینیان په دې تور نیولي چې دوی په ولسي ترهګرۍ کې ککړ دي.

د فلسطیني رسمي اعلامیې له مخې د صهیونیستي او یهودي رژیم په زندانونو کې د فلسطینی زندانیانو شمیر 6400 تنو ته رسیږي چې له جملې نه یې 62 میرمنې دي چې له جملې نه یې 10 پیغلې دي، او نږدې 300 کوچني ماشومان دي، 450 اداري کارمندان دي، پرته له محاکمې او 12 نور د پارلمان غړي دي

له بل پلو نه اسرائیلي فوځ ویلي دي چې د دوی ځواکونو یو فلسطیني د الضفة الغربیة جنوب ته په بیت اللحم کې په ګولۍ ویشتلی دی.

او زیاته کړې ده چې د دوی ځواکونو د دغه فلسطیني څارنه کوله چې قصد یې درلود څو د باروتو ډکه وسیله په بیت لحم کې پر دوی وغورځوي، چې نو د روغر وسلې په ویشتلو د دوی د ځواکونو هدف وګرځيد، چې په پښو ولګیدو او روغتون ته د درملنې لپاره ولیږدول شو.

روغر هغه وسله ده چې یهودي قناصان یې استعمالوي او په نړیواله سطحه د فلسطیني ګوندونو د حقوقو له مخې د هغې استعمال منع دی،

د نړول شوي  کور څښتن ښاغلي مهدي امطور د الأناضول خبري اژانس ته ویلي دی چی یو زیات شمیر یهودي فوځیانو سهار د وخته د هغه کور کلابند کړ او کورنۍ یې مجبوره کړه چې مخکې له نړولو کور خالي کړي، او زیاته یې کړه چې د نړلو لامل یې دا وښود چې ګوندې د دې کور د ودانۍ جواز نلري او په دې سیمه کې د کور جوړول ممنوع دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حوقو د امورو د انسجام دفتر (اوچا) په خپله یوه تازه اعلامیه کې چې یوه نسخه یې د الأناضول آژانس ته استولي ده ویلي دي چې اسرائیلي ښکیلاکګرو په القدس الشرقیة ښار کې د روان کال په اوږدو کې د فلسطینیانو نږدې 111 کورونه  په یاد دلیل نړولي چې نږدې 179 فلسطینیان یې مهاجرت او کډه کیدو ته مجبور کړي دي.

د الجزیرة نه په مننې

عزیر اسدخیل

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button