عمل عبارت دي له ښکاره کولو د علم څخه

لیکنه:سلیم خوګیاڼی
عمل عبارت دي له ښکاره کولو د علم څخه، په اندامونو سره مطابق له غوښتني د شرعي سره
په قرآن کریم کې چې د کومو علماؤ صفات بیان شوي دي او ستایل شوي دي هغه د علم او عمل خاوندان علماء کرام دي (اللهم جعلنا منهم) او د کومو علماؤ چې ذم او بدي بیان شوي دي هغوی علماء سوء دي او دا آیتونه د بني اسرائیلو د هغو علماؤ په باره کې بیان شوي چې د دنیا د ګټي او حصول لپاره یې د الله تعالی په کتاب تورات کې تغیر او تحریف وکړ او د خلکو څخه یې د هغو د مال او عزت طمه کول په نن زمانه کې هم کوم علماء چې سره د علم له دعوې د کفارو په خدمت کې اخته دي له هغو سره ولاړ دي د هغو لپاره خوښ خدمتي کوی د جهاد او رواني مبارزي په مقابل کې بد او رد وایې د دي لپاره چې دوی ته څه مال حاصل شي یا متصبونه ورکړل شي دا د دي اُمت سوء علماء دي په دومره تغیر سره چې د بني اسرائیلو علماؤ به د الله تعالی په کتاب کې تحریف کاوه دوی داکار نشي کولای د دي پر ځای د حق له وینا څخه ډډه کوی په حق ویلو سترګي پټوي او یا د الله تعالی په کتاب یا احادیثو کې غلط او باطل تأویلات کوی تحریف ځکه نشي کولای چې الله تعالی په خپله د قرآن کریم د ساتني او محافظت زمه اخستي ده الله تعالی فرمایې
ا نا نحن نزلنا الذکر واناله لحافظون(۹)الحجر)
ژباړه:موږ همدا قرآن کریم نازل کړ او همدا موږ د قرآن ساتوونکې یو؟

که د قرآن کریم په اړه د الله تعالی دغه وعده نه وایې نو العیاذبالله دغو ګمراه او باطل پرسته علماؤ به لا وختي د امریکا د خوشالۍ او د څوکیو او پیسو د حاصلولو لپاره دا قرآن کریم لکه تورات ګډوډ او تحریف کړي وو هغه باطل او منفور په اصطلاح علماء چې نن له کفري نظامونو سره ولاړ دي کار ورته کوی معاشونه ترې اخلي دندي په کې لري او یا په یوه نوعه د امریکا پلوه ژریمونو څخه حمایت کوی هغوی داسي حلي او جزئی لټوي چې د ځان لپاره مبرِر او دلیل پیدا کړي عوام تېر باسي او په خپلو تورو مخونو باندي لاهم د علم سپینه پرده وساتي په دلیل کې وایې چې معاملات خو له کفارو سره جائز دي؟
یابه وایې چې که زه دا ځای خالي کړم بیابه دا ځای ته خراب او بد سړي راشي یابه وایې چې زه خو د دي کفارو سره ولاړ یم چې بیا له مجاهدینو سره کومک وکړم که بندیان شول راخلاص به یې کړم او که د مدارسو او یا مسجدونو ته څه تاوان پیښ شو نو زه به یې مخه ونیسم او سل قسمه نوري حلي او بهاني کوی
دغه ډول بد مخي علماء د کفري سیاسي سیستمونو سره مرسته کوی د جمهوریت او ډيموکراسۍ په نامه له هغو نظامونو سره ولاړ دي چې ښکاره د کفر په لور په حرکت کې
دي بیا په دلیل کې وایې چې موږ غواړو د سیاست له لاري څخه اسلامي نظام راولو ترڅو پوري به موږ ټوپک په غاړه په غرونو کې ګرځول دي ته یې نه وي پام چې څومره چې دوی د کفري نظامونه لپاره ممد او مرسته کوونکې ثابت شوی د هغو خپل ټول نظامي ځواکونه نه دي ثابت شوي دغه راز علماء سوء د اسلام له نوم جامي او ږیري څخه په سوء استفادي هڅه کړي چې ملتونه د کفارو غوښتنو منلو ته اړ کړي هغوی ته وښیې چې که امریکا زموږ په ملک کې وي که د هغو قوانین دلته تطبیق شي او د هغو کفري نظام ډيموکراسۍ دلته پلي شي دا له اسلام سره کوم تضاد نه لري ځکه که تضاد یې لرلای نو موږ غوندي ملايان او شیخان به په کې نه وو ناست په داسي حال کې چې دوی د بني اسرائیلو د علماء سوء په څیر په پخله په دین پښه ایښي د حق پټولو هڅه یې کړي د پیسو په بدل کې یې د الله تعالی اوامر له پامه غورځولي دي؟
داچې ولي علماء سوء وګرځي د دي لپاره لوی دلیل دا وي چې دغه بدبخته علماء په خپل علم باندي عمل پریږدي عین هغه کار چې د بني اسرائیلو علماؤ کړي وو ځکه په علم باندي عمل به تر لحده پوري کیږي داسي نشي کېدای چې یو وخت شیخ او عالم وي یو وخت مجاهد او د حق داعي وي خو د وخت په تېريدلو بیا د کفارو ملاتړ یې د کفارو د غلامانو ملا امام مشاور مرسته کوونکې او د هغو حمایت کوونکې وي؟
په دي اړه مشهوره مقوله ده وایې(العلم بلاعمل عقیم والعمل بلاعلم سقیم وکلاهما صراط المستقیم)
ژباړه:علم بي له علمه بي نتيجي شنډ وي عمل بي له علمه څخه مریض معیوب وي او دواړه جمع کول برابره سمه مستقیمه لار ده ؟
په ذهن کې دا تېريږي چې صحابه کرام رضي الله تعالی عنهم څرنګه په اسانه توانېدلي وو چې خلافت راولی

ځواب یې خورا لنډ او ساده دي؟
صحابه کرامو له پخواني جاهلیت او کفر سره په بشپړ ډول خپل تعلق قطع کړي وو . په اسلامي احکامو یې چې قرآن او سنت وو په ډیره پاملرنه سره عمل کاوه دا کار دوی ته ډیر اسانه وو همدا د دوی د بریالیتوب راز وو

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button