د ټرمپ پېچلې پاليسي به پېچلې پايلې ولري

سرليکنه
د امريکا جمهور ریيس ټرمپ چې د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره له درې مياشتو سلا او مشورو وروسته خپله نوې ستراتيژي او پاليسي اعلان کړه، دا دی د هغې له مخې افغانستان ته د رالېږل شویو عسکرو علاوه نور ٣٠٠٠ عسکر هم رالېږي. د دفاع وزير جېمز مټيس په وينا، نور٣٠٠٠ تازه دم عسکر افغانستان ته پر لاره دي. د پاليسې په رڼا کې ورکړل شوې بلک هاوک جنګي څرخکې هم کندهار ته ورسېدې. نور عسکر او نورې جنګې څرخکي د ټرمپ هغه پاليسي ده چې تر ډېره ټرمپ نه اعلانوله او نه یې پرې دفاع وزير دمخه څه ويلی شول، ځکه به د فاع وزير مټيس ويل چې د ټرمپ پاليسي ډېره پېچلې ده.
خپله امريکايي نظامي چارواکو هم د ټرمپ د پاليسۍ او نوې اعلان کړل شوې ستراتيژۍ په اړه وړاندوينه نه شوه کولاى، د رسنيو په وړاندې به یې همدا ځواب وايه چې د ټرمپ پاليسي ډېره پېچلې ده. په پېچلې پاليسۍ کې دا ټکی له امريکايي چارواکو هم پټ ساتل شوی و چې امريکا په افغانستان کې په خپلو ټولو پوځونو، ميلياردونه ډالرو لګښتونو او زور سره جګړه بايللې ده، بايد جګړه خصوصي شرکتونو ته وسپارل شي چې په کم لګښت سره په افغانستان کې بايللې جګړه د امريکا په ګټه تمامه شي.
که د ترمپ د پېچلې پاليسۍ يا نوې ستراتيژۍ سره په افغانستان کې بايللې جګړه خصوصي شرکتونو ته ورکړل شوه، امريکا بيا هم په ګټه کې نه ده؛ ځکه دا به د امريکا وروستی زور وي، تر دې وروسته ورسره بل زور نه شته. په خصوصي شرکتونو کې دا هم شته چې که د ځواکونو په تلفاتو او پراخه لګښتونو سره جګړه ونه ګټي، بيا خصوصي قرارداديان د جګړې له هوارۍ سره هم مرسته کولاى شي. خو په افغانستان کې د جګړې هواري بيا د ټرمپ له پاليسۍ سره سمون نه خوري.
د امريکا لپاره د ټرمپ د پېچلې پاليسۍ لومړۍ پېچلې پايلې دا دي چې د ټرمپ د نظر خلاف به هغه څه رامنځ ته شي چې بيا به یې د ويتنام له جګړې هم پښېماني څو چنده وي. شايد دومره پېچلې پايلې ولري چې د روسانو په څېر به په خپلو کړنو پښېماني څرګندوي او خپل يرغل ته به يوه لويه تېروتنه وايي.
لومړى خو د امريکا د فاع وزارت د اکاډمي امنيتي خصوصي کمپنۍ مشر، ايريک پرنس سره – چې دمخه یې کمپنۍ د بلیک واټر په نامه يادېده – قرار داد کوي، خو بلیک واټر ته به ګرانه شي چې پوځونه یې په افغانستان کې د امريکايي پوځونو رول ادا کړي. په تېرو شپاړسو کالو کې امريکايي ځمکنيو او هوايي پوځونو ولسي وګړي په ډول ډول پلمو سره ووژل، خو څه وخت یې تېروتنه، څه وخت یې خپله کړنه پر افغان چارواکو وراچولې او څه وخت یې له وژنو انکار کړی دى، خپل وحشت یې په څو برخو کې سره پيل ساتلی دی چې تر نن ورځې پورې دوام لري.
په بلیک واټر کې نه بخښنه شته، نه په تېروتنه اعتراف کوي او نه خپله پړه پر بل وراچوي، هره کړنه خپله ګڼي چې په دې عمل سره يوازې ولس نه، بلکې په حکومت کې شامل وګړي به هم د بلیک واټر پر خلاف خپل غږ پورته کړي او د بلیک واټر په ناکامۍ سره به ټرمپ د خپلې پېچلې پاليسۍ پېچلې پايلې وګوري.
امريکا چې په افغانستان کې جګړه وبايلله، د وسله والو طالبانو پر خلاف یې د جګړې لګښتونه زيات او ګټه یې کمه وه. په زياتو لګښتونو سره به یې له طالب وسله والو نيول شوې سيمې ونيولې، خو بيا به د طالب وسله والو تر کنترول لاندې راغلې. خصوصي کمپنۍ يا بلیک واټر ته همدا ستونزه شته. که خپل لګښتونه زيات کړي، خپل پوځونه ټولو خواوو ته ورسوي او په عملياتو کې د امريکايي پوځونو په پرتله نوښت راولي، بيا به هم جګړه بايلي. د پوځونو پياوړتيا او اغېزمنتيا په پراخو لګښتونو سره کېږي چې امريکا د همدې تاوانونو له امله جګړه بايلوده او اوس د ګټلو لار ترې ورکه ده.
امريکا په افغانستان کې د بايللې جګړې د ګټلو لپاره نور پوځونه او بلیک هاوک څرخکې راولېږلې. شايد تر دې نور زيات جګړه ييز وسايل هم راولېږي؛ خو بيا هم جګړه نه شي ګټلای. ټرمپ د جګړې د ګټلو لپاره خصوصي کمپنۍ غوره ګڼي خو خصوصي کمپنۍ بيا د ټرمپ پېچلې پاليسي نه شي ساتلای. د ټرمپ د موجوده پېچلې پاليسۍ پايلې به خصوصي کمپنۍ آخر د ټرمپ مخې ته ږدي چې ټرمپ او ټرمپ ته مشوره ورکوونکي ټول ياران به بيا بې له پښېمانۍ نور څه نه لري.



