شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

راځئ د منفي افکارو پرځای مثبت افکار خپل کړو!

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
سپتمبر 19, 2017
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
17
ځلې شریک شوی
207
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نصیراحمد څپاند

ګرانو لو ستونکو انسان یو اجتماعي موجود دی دغه راز ټولنیزواواجتماعی اړیکو ته اړتیا لري الله  پاک خپلو بنده ګانوته دډیرو سترو نعمتونواو استعدادونوترڅنګ یی فکر، شعور، ټاکنه اود انتخاب صلاحیت او توانمندی هم ورکړی همدارنګه که چیری مونږ مثبت فکر، مثبته ټاکنه وکړو کیداشی پایلی هم مثبتی وی همدارنګه مثبتو افکار په خپلولوسره کولای شو ټولنیز اړیکی پیاړی کړوله هغه کسانو سره ناسته ولاړه او ملګري وکړو چې مثبت فکر کوي.څرنګه چی په هره ټولنه کې منفي افکار کولای شي د هغې ټولنې مثبتی کړنی له مینځه یوسی، څرنګه چې هر قوم خپل برخليک په خپله ټاکي، زمونږ په هیوادکې روان ناورين, تاوتریخوالی، کورنۍ جګړې اوکړکیچونه، وژنې، تښتونې او وحشت او دنورو لخواپرمونږ تحمیل شوی جګړه هم زمونږ د منفی افکارو نتیجه ده . څرنګه چی منفي افکاراو منفي نظریات د یوه ، سازمان ، کاروباری ځایونواو ادارې پرکاري چاپیریال باندی بده اغیزه او منفی تاثیرکوی ،همدا رنګه دیو انسان په ټولنیزی شخصیت هم ډیرژور تاثیر اواعیز کوی .

منفي افکاردیوی اداری او د پرسونل په روحیه او ژمنتیا زیات اثر کوی او په نتیجه کی دکارکولو لپاره ژمنتیا او تعهد له منځه وړي. هغه چارواکی او مسولین، چې د خپلې ادارې شرکت ، سازمان او یا کمپنی شکایت کوي او پر بریالیتوب یې باوري نه وي، او یا ورته دشک په سترګه او نظر ګوری په د اداره  د تولید ډلې روحیه ضعیفه کوی او بلاخره یی ځپی. او په نتیجه کی د کمپنی د ناکامی اوماتی سبب کیږی.

که یو مدیرآو یا د کمپنی مسول په دی باور وی  چی ددوی هڅی او زیارونه  نتیجه نه ورکوی او دا کمپنی به کمپنی نه شی  او تل منفی فکر اواو د خپل کاری ځواک څخه ګیلی وکوی چی ګواکی دوی دناکامی په لوری درومی او تل نا امیده وی  هم خپله ژمنتیا او روحیه کمزوری کوی اوپه دې توګه نورو کارکوونکو او کاری پرسونل ته هم د یوه منفي ذهنیت احساس ورکوي. او دا منفی افکار او منفی احساس دکاری پرسونل ترمینځ منفی فکر پراخوی او ددوی پر کاری ظرفیت د تولید ی توکو به کمیت او کفیت هم خورا ژوراثراوتاثیر خوروی.

ګرانو لوستونکو دمثبتو او منفی افکارو یو څو نمونی او همدارنګه دمثبتو او منفی افکارو لرونکو خلکو خصوصیتونه په لاندی ډول دی:

منفی افکار

داکارمی هیڅکله  ندی ترسره کړی

داډیرستونزمند اوښوراپیچیده دی

کاری وسایل نلرم

زه دی کاردکولو توان نلرم

امکان نلری چی زه بریالی شم ترڅوداکاروکړم

هیڅوک زما پوښتنه نه کوی

زه کیداشی په دی کارکی پرمختګ ونکړم

مثبت افکار

دایوه ښه موقع ده چی  یوڅه زده کړم هغه هم نوی شیان

باید کوښښ وکړم ترڅو حل یی کړم

دکار په وخت کی ونه توانیدیم چی دغه کارهم ترسره کړم

شاید وتوانیږم بیا ځلی یی ترسره کړم

حداقل کوښښ کوم چی ترسره یی کړم

کولای شم وازمایم

دمثبتو اومنفی افکارو ترمینځ توپیر

مثبت افکار: جوړونکی اوانګیزه ورکونکی او انرژی بښوونکی د دومداره تمرین په ذریعه ذهن ته لار پیدا کوی اوذهنی مثبت فکرسبب ګرځی او پدی صورت کی د فکر کنترل زمونږ په اختیارکی وی.

منفی افکار:هغه افکار چی دانسان  ذهن ته یی لاره پیداکړه اود انسان ذهن یی اشغال کړو منفی ګیرای خواته انسان رهنمایی کوی پدی صورت کی انسان خپل فکر،اوذهن اختیار له لاسه ورکوی. منفي افکارغوسه، خوابدي، اضطراب، خپګان او داسي نوري رواني ناجوړۍ  ستونزی او مشکلات رامنځ ته کوي.

دمثبتو افکارو لرونکو خلکوخصوصیتونه:

  • ددی باوجود چی دوی دماضی په هکله فکرنه کوی او دموجوده یا چاریحالت کی ژوند کوی اوهغه څه چی لری او په اختیارکی یی دی ورته خوښ اوراضی وی.
  • دنورمنطقی او رغنده نظریاتو نه ګټه اخلی او دغلطو نطریاتوته د رد لپاره منطقی دلیل لری.
  • په خپلو خبرواو ویناو کی دمثبتو عباراتو،کلمو اوجملوڅخه کاراخلی چی امید بښوونکی وی.
  • دوی تل هڅه او کوښښ کوی چی بریاو ته ورسیږی او که بریاوته ونه رسیدل اول ددی عامل په خپل ځان کی ګوری او مطالعه کوی او وروسته یی په بیرونی ابعادو پسی ګرځی.
  • دوی له عمل یا خبروکولو نه مخکی ښه فکراو سوچ کوی اوله همدی عمله دوی لږدخطاواواشتباهاتو یاضدونعقیصونه په امان کی وی .
  • دوی چون دمثبت ذهن فکراو سوچ خاوندان دی په اسانه سره کولای شی خپل افکارکنترول کړی.
  • که چیری له دوی څه یو څوک دیوی موضوع په اړه ک وپوښتی دوی دموضوع مثبت اړخونه بیانه وی اوموضوع ته په مثبت اونیک نظرګوری.
  • ستونزی ناچیزه بولی او دهغوی دخل لپاره دخپلی وړتیا او نورودرهنمایی او مشورو نه ګټه اخلی.
  • تل بشاشه ،تازه،توانا خوشحاله او با انرژی بریښی هرڅه ددوی په نطرښه بریښی او دژوندانه دټولوشیبونه خوند اخلی.
  • دنورپه هکله تل حسن نیت اونیک نظرلرونکی اوترخپل توان هحه کوی چی دنورو سره مرسته اوکمک وکړی حصوصآ پّ اجتماعی اړیکوکی.

دمنفی افکارلرونکو خلکو خصوصیتونه:

1-دوی تل دخپل موجوده اوماضی حالت نه ګیله من او شکایتی وی همدارنګه د راتلونکی په اړوند هم بدبینه وی.

2-دوی غالبآ دنورودنظریاتو سره بیدون دمنطقی دلیلو سره مخالفت کوی.

3- په خپلو خبرواوویناو کی تل د منفی کلماتو ،جملو اوعباراتونه کاراخلی.

4-فکری تمرکز نلری تل ضداونعقیصی خبری کوی اوتل خپلو رفتارونو کی دخطاوی اواشتباهات کوی یا په بل عبارت اول عمل کوی بیا وروسته فکرکوی.

5-چون دمنفی سوچ خاوندان دی افکاری یی هم په هغوی اغیزمند دی او په ذهن یی په کنترول کی نه وی.

6- که له دوی  څخه دیوی موضوغ په اړوند وپوښتلی شی دوی به دموضوع منفی اړخونه بیانهوی او له منفی نظربه یی بیانه وی اومثبت اړخونه به یی نه بیانه وی.

7- دوی تل  بد خویه ،بد مزاج ،کینه کښ ،احساساتی ،عصبی او مایوسه بریښی.

8-هرحه ته په ناامیدی  سره ګوری اوهرهغه څه چی په اختیار کی لری خوند تری نشی اخیستلی.

9- په اجتماعی لخاظ دنوروپه هکله تل منفی ګیرا وی دهرجا په اړوند منفی نظر لرونکی او بدبینه وی او په دی فکر کی وی چی ټول دهغوی په خلاف توطیی کوی بی باوروی پرهرچا باندی ، فکری اسیتقلالیت نلری.

هر ورځ د مثیت افکارو لپاره تمرین وکړی: که چیری منفی افکار ولری ددی انتظار ونلری چی په یوه شپه  یا یوه ورځ کی مثبت افکار خپل کړی کوښښ وکړی مثبت لوری ته تمایل پیداکړی او تمرین یی کړی  دړامداره خوشبینی خپله کړی او مثبتی کړنی ترسره کړی او مثبت فکر ومکړی ترځو منفی افکارمو په مثبتو افکارو واوړی. ځکه چی بریالی خلک هغه خلک دی چی توانیدلی دی په خپلو ذهنونوکی مثبت فکرونه او افکار خپل کړی.او هغوی چه وایی دڅه جوګه ندی په واقعیت کی دوی مثبت افکار شاته پریښودی دی او منفی افکارو ته یی مخه کړی. هغه کورنی  او یا خلک چی مثبت فکرکوی او مثبت افکار لری اودخپلوکورنیوغړی یی مثبتی خواته رهبری کړی دی دوی هر ناممکن کارممکن کړی او بریاوی یی په نصیب شوی دی په مثبتو فکرونواو افکارو کولای شو خپلو کورنیو ته نیکمرغی ، خوشبختی او سوکالی په برخه کړو سره دبریاو.

نن سبا زمونږ په  افغانی ټولنه او ځصوصآدولتی ادارواوارګانونوکی منفی افکاراو نظرونه  شتون لری دمثال په توګه یوځوان دلسانس په کچه فارغ التحصل شی او په ډیر مشکلاتو او ستونزو ګاللو سره دوی ځانته وظیفه او شغل پیداکړی څنګه چی دنده اشغال کړی د منفی افکارو سره مخ کیږی چون دوی کاری تجربه نلری. لمړی ورته ووایی ته ولی په استعلام ، وړاندیز، مکتوب لیکلو صادره او وارده  نه پوهیږی . کاری موقع ورته نه برابروی او نه  دفتری کار ورته زده کوی . او حتی تهدید اوتحقیروی یی او تل ورسره منفی برخورد کوی کاری روحیه  یی وژنی . درحالیکه  داداری اصولو په اساس باید هر ه نوی کارکونکی ته  لمړی سرکی داداری په هکله معلومات ورکړی همدارنګه اداری برخه او خصوصآ هغه څانګه ته چی استخدام شوی وی په هغه برخه کی کومی چاری چی ترسره کیږی ورته باید خاص ترینګ اوزده کړه ورکړل شی کاری وسایل او دکارخونه یا مناسب دفتر ورته په اختیارکی ورکړل  شی او دری میاشنتی ازمیاشی دوره کی ورسره باید ډیر نیک برخورد وشی ترڅو په یو لوړ احساس سره دکارکولو روحیه باندی سمبال شی او داداری مشر باید دوی ترخپلی پالنی او نظر لاندی وساتی په اداری جلسو، میټنګونو اوکاری جلسوکی ورته د ګډون برخه ورکړل شی تر څو دوی داداری کارونو ترڅنګ داداری جلساتو او ناستوسره اشنا شی جراعت پیداکړی او هم کاری وړتیایی وده وکړی،او ترڅنګ یی کاری ځواک پیاوړی شی. او په کاری روحیه باندی سمبال ځوانانوته کاری فرصتونه برابرکړی .

ګرانوهیوادوالواو خصوصآدهیوادځوانانوراځی دعصری علومو ترڅنګ ځان په مثبتوافکارو سمبال کړو پدی خاطر که چیری زمونږ دید او فکر دیوی موضوغ په اړه مثبت وی نوپوهی شی چی تول شیان او هرڅه مثبت اومونږته انرژی رایښونکی وی.او که چیری زمونږدید اوفکر دیوی موضوع په اړوند منفی وی بیا نو پوهی شی جی ټول ښیان او هرڅه منفی او نا امید بښونکی دی.

همدارنګه زمونږ په ټولنه کی منفي ذهنونه دومره حاکم شوي چې دټولو ناپوهۍ، بې اتفاقۍ، وروسته والي او ناخوالو سبب شوی دی که چیری مثبت ذهنیت خپل کړو انسان خپلوهيلو ، اهداف او مخو ته په اسانه سره رسیدلی شی هم انسان اوهم ټولنی ته خوشبختی ورکوي.  همدامثبت ذهنیت دی چې مونږته انرژی اوقوت رابښی اوز مونږ دبریاو سبب ګرځی. راځی په شعوری توګه دمثبت فکراوسوچ کولوپیل کړوخپل سلوک همدارنګه روش کی مثبت بدلونو راولو ددی ترڅنګ خپلی ځانی مفکوری هم مثبتی خواته جهت ورکړو. ددی اهدافو ته درسیدلو لپاره تل باید خوش بینه اومثبت فکربایدوکړو او خپل سلوک اوروش داسی مثبت عیارکړو چی دهر موضوع او هرڅه په اړه باید مثبت ذهنیت ولرو هرڅه باید دمثبتو زاویونه وګورو اوقضاوت هم باید مثبت وکړو حتی که ځنیی موضوعات منفی هم وی باید مونږ یی دمثبت اړخ نه وڅیړو پدی خاطر چی ترڅومونږښه ، بهتره اومثبت فکرونکړو هیڅ شی ښه او بهتره کیدای نشی. مثبت فکرزمونږ دځانی مفکوره نه پیل کیږی که زمونږ ځانی مفکوره او خیال مثبت وی مونږ به هرڅه ته په مثبت نظرګورواو که خپلی ځانی مفکوری منفی عیارکړو بیابه زمونږ ذهنیت دهرڅه په باب منفی وی. راځی خپلی مفکوری لمړی مثبتی کړو خپل سلوک او چلند مثبت کړو اونورهم  مثبتوافکارو خپلولو ته راوبلو عامه  پوهاوی دځوانانو ترمینځ پیل کړوخپل چم او ګاونډ کی یی عملی کړو.ځان لپاره لنډ مهاله اهداف او موخی وټاکو ترڅو یی په اسانه  ترلاسه کړو خوشبینه او مثبتو افکارو ته وده ورکړو. منفی دهنیت لرونکی ځوانانو سره باید کاروکړو اودوی و هڅوو ترڅومثبت ذهنیت خپل کړی. دماضی پرځای دراتلونکی په هکله فکروکړودناکامی پرځای باید دبریاو په فکر کی شو همدارنګه په خپل چاپیریال کی باید ځانه دمثبت ذهن لرونکی په نمونه تبدیل کړو ترڅو نورزمونږ دمثبتوافکارو نه الهام واخلی  دخپلو دوستانو ،ملګرواوخپلوانو په بریااو ترقی باندی خوشحاله شواو هری منفی اوستونزمنه موضوع ته باید په مثبت نظروګورواو ترڅنګ یی د موضوع مثبت اړخونه وڅیړو. مثبت افکار زمونږد لوړشخصیت  سبب کیږی اومونږدبریاو او خوشبختی عامل ګرځی.، همدارنګه  مثبت افکار دډیروۍ ستونزو دحل کلی ګرځی مثبت افکار ټولنه او وګړی سالم جهت ته سوق کوی. همداشان که چیری زمونږ ځوانان ځان په مثبتو افکارو سمبال کړی او په ټولنیزژوندی کی یی عملی کړی مونږ باوری یو چی دهیواد موجوده ستونزوپه حل کی به مهم او اساسی رول ولوبوی.

په هیواد کی په عصری علومو او مثپتو اقکارو سمبال ځوان قشر او خوځښت په هیله

مخکینې مطلب

کندهار: د بهرنيو او افغان ځواکونو عملياتو کې ۲۸ ولسي وګړي وژل شوي

بل مطلب

قاري سدیسه !تاته شرم نه دریږي ؟

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com