(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۲۸ فرید افغان)
راپورونه وایي چې ایراني ځواکونو تر شلو ډیر افغانان چې ایران ته یې په قاچاقي ډول د تلو هڅه کوله، په نښه کړي او ځای پرځای یې وژلي دي.
وژل شوي افغانان ټول د تخار ولایت اوسېدونکي دي چې غوښتل یې د ایران شیراز ولایت ته ځانونه ورسوي.
د تخار والي د پیښې په تائید سره ویلي چې د وژل شویو کسانو کره شمیره نده څرګنده، خو په وینا یې چې لمړني راپورونه چې دوی ته رسیدلي ۱۵ تخاریان وژل شوي چې ۵تنه یې د تخار د کلفګان ولسوالۍ اوسېدونکي دي او پاتې ۱۰ تنه د ماورای دریا کوکچه ولسوالیو اوسېدونکي دي.
وروستي راپورونه څرګندوي چې وژل شوي ټولټال ۲۳ افغانان و چې ټول د تخار ولایت مربوط و.
د والي په وینا ایراني عسکرو د کډوالو په موټر ناتاره ډزې وکړې چې موټر له سړک اوښتی او ټوله سپرلي یې وژل شوي دي.
تر اوسه ایراني چارواکو د افغان کډوالو د وروستۍ ډلییزه وژنې په اړه څه ندي ویلي.
باید وویل شي چې دا لمړی ځل ندی چې ایراني پوله ساتي ځواکونه افغان کډوال په داسې بې رحمانه ډول په نښه کوي، ترې وړاندې هم په ځلونو ورته خونړۍ پیښې رامنځته شوې چې افغان کډوالو ته پکې د سر دروند زیان اوښتی دی.
















