(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۲۹ فرید افغان)
راپورونه وایي چې سختې زلزلې چې شدت یې د ریختر په کچه ۷ عشاریه ۱ درجه اټکل سوی د مکسیکو هیواد ولړزاو او سلګونو تنو ته یې مرګ ژوبله واړوله:
د مکسیکو ښاروال میګول انجل مانسیرا رسنیو ته ویلي چې یواځې د دې هیواد په پلازمینه کې تر ۳۰ ډیر خلک وژل شوي او سلګونه ودانۍ په خاورو خزلو بدلې شوې دي.
چارواکي وایي چې زرګونه مرستندویه کارکوونکي د نړېدلو ودانیو چپه شوي دېوالونه لیرې کوي او د مړو شمېر ساعت په ساعت ډېرېږي.
تر اوسه د ۱۳۸ کسانو مړینه تائید شوې او اټکل کیږي چې دا شمیر له سلګونو هم واوړي.
زلزله داسې مهال شوې چې تیره ورځ د مکسیکو خلکو د ۱۹۸۵ کال د هغې زلزلې ویر کاو چې له کبله یې زرګونه خلک وژل شوي و، چې په ناڅاپي توګه پرې بلې زلزلې یرغل وکړ.
راپورونه وایي چې دې زلزلې د ښار په مختلفو برخو کې د ګازو نللیکې ماتې کړې او سختې اور لګېدنې رامنځته شوې دي.
باید وویل شي چې تقریبا دوه اونۍ وړاندې هم مکسیکو د ۱، ۸ درجې زلزلې ځپلې وه چې له کبله یې تر سلو ډیر خلک وژل شوي و .
















