جمال سلیمانخیل
د افغانستان ملي امنیت اداره، چې په بېلابېلو وختونو کې یې په متفاوتونو نومونو فعالیت کړی، تل د خپلو خلکو په ځورولو بوخته وه. خو د ملي امنیت اداره له تېرو څلوېښتو کلونو کې د ځینو داسې فاشستانو لاسته لوېدلې له پردیو سره د همکارۍ تر څنګ تل د پښتون ولس پر ضد کارېدلې ده. له ۲۰۰۱ کال راهیسې خو زرګونه پښتانه په دغه اداره کې له وحشت او شکنجې سره مخ شول. په ۲۰۰۱ کال کې له امریکايي یرغل وروسته هر چا به چې پښتو خبرې وکړي او لونګۍ به یې په سر وه، ددې ادارې له خوا شکنجه کېدل. ددې ادارې له خوا د پښتون شکنجه کول هغه وخت لا زیات منظم شول چې کله د سي ای اې خاص روزل شوی، کس امرالله صالح ددې ادارې مشر وټاکل شو. له زرګونو کسانو دلته نوکونه و ایستل شول، غوښې ترې پرې شوې، برقي شارټونه ورکړل شول، په اوب کې ډوب شول، په وهلو وهلو ووژل شول او ګڼې نورې شکنجې ورکړل شوې. دا لړۍ لا هم دوام لري.
په دغه اداره کې پښتانه په نشت حساب دی، ځیني پښتانه چې شته هغه یا پخواني پرچمیان دي او یا هم د شورای نظار پښتانه غړي دي، چې له پښتون سره په دښمنۍ کې تر بل هر چا وړاندې دي.
په دې وروستیو کې دې ادارې ته ځیني پښتانه ورغلي دي. تمه وه چې دا کسان به ددې ادارې په ملي کولو کې مرسته وکړي، خو کیسه لا خرابیږي. ځکه دغه نوي تللي کسان په امنیت کې د کرېډېت تر لاسه کولو لپاره د پښتنو پر ضد دسیسې جوړوي. په دې وروستیو کې همداسې یوه کړۍ په امنیت کې فعاله شوې ده. ددې کړۍ مشري د امنیت مرستیال اجمل عابدي کوي، چې له اې اېس ای سره یې د اړیکو په اړه خبرونه هم شته. یو نیمچه پښتون حسیب صدیقي هم ددې کړۍ غړی دی. ددې کړۍ یو بل غړی ثنا الله تسل نومیږي، چې پخوا یې له هندي استخباراتو سره کار کاوه. نوموړی وروسته د همدې هندي استخباراتو په مرسته امنیت ته ولاړ. دا کس اوس د پښتنو شخصیتونو پر ضد په تبلیغاتو کې مهم رول لري. ثنا الله تسل ټول امریکايي ضد کسان په نښه کوي، پر ضد یې تبلیغت کوي، په شخصي ژوند کې یې مداخله کوي، تورونه لګوي. نوموړی څو سپانسر شوې پاڼې لري، چې د هغو له لارې دا تبلیغات پر مخ وړي.
افغان مېرور، وجدان، د کوڅې ملا، شعوري خیاط او ګڼې نورې داسې سپانسر شوې پاڼې شته چې ثنا الله تسل پکې د پښتنو ځوانانو پر ضد تبلیغات کوي. په دغو پاڼو کې ډېری هغه ځوانان په نښه کیږي چې امریکايي ضد دریځ لري. دغه راز د سولې ملاتړي کسان هم دوی خپل دښمنان ګڼي او پر ضد یې تبلیغات کوي. ثناالله تسل غواړي په دغه کار سره په امنیت کې ځان مخکې بوځي او تر اوسه پورې یې پرمختګ هم کړی دی.
نوموړی ګڼې اخلاقي کمزورۍ هم لري، چې یوه یې له یوې سندرغاړې سره ده. په دې اړه به وروسته لیکل وکړو.

















