څلوېښت سلنه امريکايان په دې باور دي چې امريکا افغان جګړه بايلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۹): په امريکا کې يوه تازه نظر پوښتنه ښيي چې څلوېښت سلنه امريکايان په دې باور دي چې امريکايي ځواکونه په افغانستان کې جګړه بايلي.

د هيل نشريې په يو راپور کې ويلي، چې ۴۱ سلنه امريکايانو په افغانستان کې د امريکا د نظامي حضور سره مخالفت څرګند کړی او زياتوي چې ۴۵ سلنه  امريکايانو يې ملاتړ کړی.

په راپور کې راغلي، چې  ۴۱ سلنه امريکايانو د رد رایه ورکړې او پاتې ۱۴ سلنه خلکو بیا په دې اړه هیچ نه دي ویلي.

دغه راز په نظر پوښتنه کې ليکل شوي، په امريکا کې جمهوري غوښتونکو تر ديموکراتانو د افغانستان په اړه د ټرمپ د تګلارو ډير ملاتړ کړی دی.

د نظرپوښتنې پر بنسټ ۲۴ سلنه امريکايان په دې نظر دي چې امريکايي ځواکونو د افغانستان جګړه ګټلې خو څلوېښت سلنه بيا په دې باوري دي چې امريکا به افغان جګړه بايلي او په دغه هېواد کې به له ناکامۍ سره مخ کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button