(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۹): د امريکا د سنا مجلس د افغانستان لپاره جان باس د نوي سفير په توګه منظور کړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان ميلادي کال د جولايي په شلمه جان باس د افغانستان لپاره نوی سفیر ټاکلی و.
نوموړی تېره ورځ د امريکا د سنا جرګې د بهرنيو اړيکو د کمېټې له لوري تائيد شو.
جان باس تر دې مخکې له ۲۰۰۹ م کال نه تر ۲۰۱۲ م کال پورې په جورجيا کې د امريکا سفير وو او له هغه وروسته له ۲۰۱۴ نه تر اوس مهاله په ترکيه هيواد کې د سفير په توګه پاته شوی دی، تر دې وروسته به په افغانستان کې د فوق العاده سفير په توګه دنده کوي.
ويل کېږي، جان باس دغه راز په عراق، اېټالیا، چاډ او بلجیم کې د امریکا ډیپلوماټیک ماموریتونه پر مخ وړي دي.
















