د ورسج ولسوالۍ د استخباراتو مدير وژل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۹): چارواکي وايي، د تخار ولایت د ورسج ولسوالۍ د استخباراتو مدير غلام رباني وژل شوی دی.

د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير رسنيو ته ويلي، چې د ورسج ولسوالۍ د استخباراتو مدير تيره شپه ناوخته د خپل کور تر څنګ د نامعلومه وسله والو له لوري په ډزو سره وژل شوی دی.

د ورسج ولسوال عبدالرشاد پېښه تائيدوي او وايي، چې د نوموړي د وژنې په تور يې دوه تنه نيولي دي.

هغه وويل، چې د يادې ولسوالۍ د استخباراتو مدير د شخصي دښمنۍ له کبله وژل شوی، خو وايي چې په اړه يې نورې پلټنې هم روانې دي.

تر اوسه د نوموړي د وژل کېدو مسئوليت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه شپه ماښام مهال وسله والو طالبانو د کابل قره باغ ولسوالۍ کې د بګرام زندان د استخباراتو امر (ذبيح) په يو وسله وال بريد کې ووژلو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button