پلچرخي زندان: د بنديانو او عسکرو تر منځ جنګ مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۹): شاوخوا دوه ساعته مخکې د پلچرخي زندان په دوهم بلاک کې د بنديانو او عسکرو تر منځ جګړه ونښته، چې په پايله کې يې يو تن وژل شوی او يو شمير نور ټپيان دي.
د پلچرخي زندان څخه يو تن بندي کابل ټکی کام ته وويل، چې لومړی په دوهم بلاک کې د بنديانو خپل منځي شخړه په اخ وډب بدله شوه، چې وروسته پوليسو مداخله وکړه او د هغوی سره هم جنګ پيل شو.
نوموړی وايي، جنګ په لومړي ځل د سياسي بنديانو او پنجشیریانو تر منځ پيل شو او په وينا يې چې وروسته قطعې د پنجشیریانو د ملاتړ په توګه عکس العمل وښود او د هغوی ننګه يې وکړه.
هغه زياته کړه، چې د پلچرخي زندان ساتونکو په زولانه بنديانو ډزې وکړې، چې يو تن يې شهيد او له پنځو زيات ټپيان کړي دي.
دغه راز نوموړی وايي، چې ډيری بنديان د ګازي اصفريانو له استعمال وروسته بې هوشه شوي او په وينا يې چې دولتي ځواکونو د بلاک له اول منزل څخه دوهم او درېيم منزل ته چريکي هاوانونه هم وغورځول چې يو شمير بنديان يې ټپيان کړل او په خبره يې چې په دې نښتو کې بندیانو له پوليسو څخه د دفاع ښیښه يي خولۍ، ډنډې او اصفريانې هم نیولي دي.
ويل کېږي اوس مهال د چارواکو له لوري له بنديانو سره د خبرو اترو وړانديز شوی او ښايي د دواړو غاړو تر منځ خبرې اترې دغه شخړه يو څه ارامه کړي.
تر اوسه د شخړې لامل نه دی په ډاګه شوی، خو تر دې مخکې هم سياسي بنديانو شکايتونه کول چې له جينايي بنديانو سره يوځای ساتل کېږي او هغوی په زندان کې د ټولنيز ژوند خيال نه ساتي.



