په پنځو کړکېچونو کې راګير اشرف غني

تبصره
 
وړمه ورځ چې اشرف غني په ملګرو ملتونو کې وينا کوله، د افغانستان په ستونزو په لنډ ډول وغږيد، ویې ويل، موږ دا مهال په پنځو خشونتونو (تاوتريخوالو) يا کړکېچونو او ستونزو کې راګير يو چې له دې خشونتونو ځان خلاصول وخت غواړي، امکان لري د دې خشونت څخه خلاصون لسيزې وخت واخلي.
 
داسې ښکاري چې اشرف غني په ملګرو ملتونو کې د وينا پرمهال د ټرمپ د نوې ستراتيژۍ څو ټکې ژباړلي او په خپله وينا کې یې ورته ځای ورکړی دى.
 
ټرمپ چې د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره خپله نوې ستراتيژي اعلانوله، په هغې کې اشاره شوې ده چې امريکا په افغانستان کې د بايللې جګړې د ګټلو لپاره له ځینو ننګونو سره مخ ده، له هغو څخه په بشپړ خلاصي به امريکا خپلو اهدافو ته رسېږي. د ځینو ننګونو مانا اشرف غني ښکاره کړه چې ټرمپ ورته اشاره کړې وه. اشرف غني په څرګند ډول وويل:
 
د نادولتي عناصرو خشونت، سياسي خشونت، د ترهګريزو شبکو فعاليتونه، جرمي سازمانونه، برېښنايي جرايم او د اشرف غني په وينا له ترهګرو سره د يو شمېر دولتونو ملاتړ دی چې موږ یې پنځو کړکېچونو کې راګير کړي يو. د غني په وینا دې خشونت يا تاوتريخوالي پنځم شکل اختيار کړی دى.
 
اشرف غني په ملګرو ملتونو کې د خپل هېواد په اړه له ځانه سره هيڅ نه لرل چې څرنګه خپل هېواد له موجوده تاوتريخوالي وژغوري؟ د حل لياره یې څه ده؟ څوک بايد ورسره مرسته وکړي؟ ستونزه په کوم ځای کې ده چې په افغانستان کې یې جګړه شپاړسو کالو ته ورسوله؟ ګاونډيان بايد څه رول ولوبوي؟ د سيمې او اسلامي هېوادونه بايد د افغانستان د مسئلې د حل په اړه څه مرسته ورسره وکړي؟ د مخالفو وسله والو سره کومه ليار اختیار کړل شي چې جګړه پرې پای ته ورسېږي؟ هيڅ یې ونه ويل، ځکه چې ورسره د وينا لپاره هيڅ نه وو او نه یې له خپله فکره څه ويلاى شول.
 
اشرف غني د ملګرو ملتونو په غونډه کې د افغان ولس په بدحالت سترګې پټې کړې. له پنځو خشونتونو څخه د خلاصون لپاره یې له ملګرو ملتونو او د سيمې له هېوادونو هيڅ مرسته ونه غوښته. په افغانستان کې د ناټو پخواني قوماندان جنرال الن خبره یې تکرار کړه چې موږ بايد په افغانستان کې د ترهګرۍ د ګواښ په وړاندې د یوه متحده ځواک په توګه ودرېږو او دې ګواښ ته داسې اوږدمهالی حل ولرو چې د ترهګرو د اوږدمهالې اجنډا مقابله پرې وکړای شو.
 
په پنځو خشونتونو يا تاوتريخوالي کې د اشرف غني راګيرېدل د هغه د حکومت ضعيغه مديريت، د سيمې د هېوادونو او مخالفو وسله والو سره د ستونزو نه حل، د هغه د حکومت سياسي بې کفايتي، د جګړې پای ته نه رسېدل، د حکومتي چارواکو ترمنځ د جان کېري لخوا د واکمنۍ وېش او د ولس پر وړاندې د حکومت بې باوري د اشرف غني د ادارې کړنې دي چې ورځ په ورځ په ولاياتو او مرکز کې ناامني مخ په زياتېدو ده.
 
که اشرف غني او امريکايي چارواکي هر څو د ټرمپ ستراتيژۍ ته د نوې رخ اخیستلو په نظر ګوري، دا نوې رخ (اړخ) به یې هم لکه د نورو اړخونو له زوره پرېوځي؛ بيا به د افغانستان د تباهيو او افغان ولس په بې رحمه بمباريو وروسته اعتراف وکړي.
 
اشرف غني به بيا د ګلبدين حکمتيار په څېر چې په ١٩٨٦م کې ډاکټر نجيب له کارمله حکومت ونيوه، له مجاهدينو سره یې د ملي پخلاينې اعلان وکړ، حکمتيار د پېښور چارسده سرک نشات ميل لويه غونډه کې ملي پخلاینه رد کړه، ویې ويل چې يو کمونست هم په افغانستان کې موجود وي له جهاده به لاس وانخلو. بالاخره یې بيا د شهنواز تڼي په مشرۍ کمونستانو سره د ګډ حکومت ناکامه معامله وکړه، اوس حکمتيار وايي زما پخوانې کړنې تېروتنې دي.
 
بيا به اشرف غني هم د ډاکټر نجيب په څېر، چې په ١٩٨٩م کې په ژنيوا کې د روسانو په وتلو تړون لاس ليک کيده، دی ترې ناخبره ؤ. هغه ورځ هم راتلونکې ده چې اشرف غني به هم د ډاکټر نجيب په څېر له خپل برخليکه ناخبره وي او د افغانستان په اړه به لاس ليک نور وکړي؛ خو دی به په پنځو خشونتونو کې راګير پاتې وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button