شپږيزه کرکټ: میس عینک لوبډله پای لوبې ته ووتله

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۹): د شپږيزه لیګ د دوهم پړاو لومړۍ لوبه د ميس عينک او بندامير لوبډلو تر منځ وشوه، چې ميس عينک لوبډلې بندامير ته ماتې ورکړه او خپله د شپږيزه ليګ پايلوبې ته ووتله.
د لوبې پچه د بندامیر لوبډلمشر راشد ارمان وګټله او خپلې سیالې لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ور کړه.
میس عینک لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې بندامیر هغې ته د اتو لوبغاړو په سوځېدو د (۱۶۴) منډو هدف ور کړ.
د بندامير لوبډلې ټول لوبغاړي د ۱۴۰ منډو په جوړولو سره وسوځېدل.
په دغه لوبه کې غوره لوبغاړی ظاهرخان شو، چې په توپ اچونه کې يې د بند امير لوبډلې پنځه لوبغاړي وسوځول.
میس عینک لوبډله د شپږیزه لیګ فاینل ته ووتله او بندامیر لوبډله به د راتلونکې لوبې له ګټونکې هغې سره خپل بخت یو ځل بیا و ازمويي.
راتلونکې لوبه د بوست ساتونکو او کابلبازانو ترمنځ تر سره کېږي چې بایلونکې لوبډله به یې له دویم پړاوه بهر شي او ګټونکې به یې له بند امیر سره سبا (د سپټمبر ۲۱مه) لوبه تر سره کړي.



