زما د کلي لوړ چناره

حميده احمد

ما ته هغه ورځ ياده ده چې زمونږ د کورنۍ د ټول کلي سره يوځاى د سرو پوځونو د بمباريو له امله په ناڅرگند لوري راووتلو، کور مو پرېښود، کلى مو پريښود. زما د کلي لوړ چناره! ته مو هم يوازې په رنځور ځان پرېښودې.

 يوه ورځ د مخه د سرو پوځونو جنگي څرخکې زمونږ له کلي د غومبسو په څېر تاوې شوې، د کلي د بر او کوز سرتليو (ميدان) د غنمو په درمندونو او زمونږ په کور يې اوريز بمونه وغورځول. د غنمو درمندونه يې په دې غرغنډه کړل چې که چا په کې ځان پټ کړى وي لو لپه به شي او زمونږ په کور کې زمونږ بالاخانه (د کوټې د پاسه کوټه) په راکټونو وويشته لمبې ئې ترې پورته کړې. زمونږ له کوره يې لوخړې تر آسمانه پورته کړې، مونږ او زمونږ کليوالو هيڅ نه شو کولاى.

له کوره مو غرغنډې پورته کېدې چې د بې رحمه سرو پوځونو څرخکو پر تا هم دوه راکټونه ويشتل. ستا د تنې يوه برخه د راکټونو گوليو ستا له تنې جدا کړه پر تا چې وحشي څرخکو د راکټ گذار وکړ يو آخ مې وکړ چې هغه آخ مې اوس هم ياد دى، هغه د ماشومتوب آخ وجې په غير عادي توگه مې له خولې ووت.

زما د کلي لوړ چناره!

 مونږ ټول کلي کډې وکړې، د سرو پوځونو هوائي څرخکو ستا نيمه تنه له تا جدا کړې وه. ته مو په رنځور ځان پرېښودى، تا ته مو کتل او مونږ له خپل کوره کډې بارولې، تا د دښمن هرې گولۍ او بم ته سينه ونيوله خو مونږ د پاتې کېدو زغم نه درلود. له هغې هم خبره شوم په دوېم ځل درباندې بيا چې مونږ له کلي کډې کړې وې، دښمن راکټونه وويشتل، ستا په رنځور او نيمه سوې تنه يې هم رحم ونه کړ. ستا نه جدا شوې نيمه تنه د اور په لمبو کې وسوځېده په کلي کې هيڅ څوک نه و چې درسره يې ژړلي واى، ځکه مونږ له کلي کډې کړې وې او ته مو سرو لمبو ته پرېښودې. زما د کلي لوړ چناره! تا د خپل ولس، خپل کلي او خپلې خاورې سره پښتو وکړه، خپله تنه دې په اور وسوزوله، خو ستا د سيوري لاندې د پښتنو جرگه مار له تا په کډه شول.

زمونږ د کلي پښتون چيناره! ستا د سيوري لاندې د پښتنو ډېرې جرگې وشوې، پښتون ولس ته دې په پښتني دود عزت وروباښه، پښتانه دې په جرگو او مرکو سره په خپلو کې وروڼه وساتل، خو اى زما د کلي لوړ چناره! له کومې ورځې چې ستا له سيوري لاندې جرگې پاى ته  رسېدلي او پښتانه په لوى لاس له کورونو په کډه شوي، له هغې ورځې پښتانه خپل پښتانه وروڼه وژني، اوس يو د بل پښتون پښتون کور د پرديو په ټانکونو او چورلکو ورانوي.

زما د کلي لوړ چناره! اوس يو پښتون ورور د بل پښتون ورو پر سر سوداگري کوي. اوس يو پښتون بل پښتون د باگرام زندان ته رسوي او پرديو ته يې سپاري، په غير پښتني عذابونو يې پښتنى عظمت تر پښو لاندې کوي، هغه څه ورسره د باگرام په زندان کې کوي، که دې وليدل د سرو پوځونو د راکټونو پاتې نيمه تنه به دې هم سره لمبه شي.

اوس يو پښتون د بل پښتون ورور وينو تويولو ته زمينه برابروي، کور يې ورانوي. مونږ خو له سرو پوځي وحشي لښکر کډې کولې خو اوس يو افغان د بل افغان له ظلمونو کډې کوي. د جگړې اورونه بل دي، په خپل هېواد کې د کډوالو شمېر له يوې ورځې بلې ته زياتيږي.

زما د کلي لوړ چناره! هغه د سرو پوځونو د وحشي لښکرو ظلمونو له امله چې مونږ سره د نورو هېوادوالو په کډه شوو لا د کډوالۍ ژوند کوو، هغه زمونږ په هېواد په مونږ مرگونې جگړه وه، په لومړي ځل مو کډوالي وليده، اوس د جگړو پړاوونه بدليږي او د کډواليو لاملونه هم ورسره بدليږي.

زما د کلي لوړ چناره! زمونږ د کډوالۍ ژوند به آخر که خداى کول پاى ته ورسيږي بيا به کلي ته راشو، ستا نيمه تنه که د وطني غلامانو په مرسته د سرو وحشي هوائي پوځونو لخوا په بمونو سوزول شوې ده، په نيمه تنه دې په وطن کې هر ډول وحشت په خپلو سترگو وليد. په نيمه سوې تنه دې ټولې ناخوالې له سترگو تېرې شوې خو عظمت دې پر ځاى پاتې شو.

زمونږ د کډوالۍ د ژوند وروستۍ شپې دي، کلي ته به درشو، ته به په نيمه سوې تنه په خپل افغاني غرور ولاړ يې؛ خو زما د کلي لوړ چناره! مونږ به درته کوزگوري يو، مونږ ته د کلي ټولو ناخوالو او وحشتونو ته يوازې پرېښودى، مونږ ستا د رنځورې او سوې تنې پوښتنه هم ونه کړه، خو دا درته وايم:

 زما د کلي لوړ چيناره! چې مونږ ته له ټولو کړو بدو راتېر شه، مونږ درته ملامت يو، مونږ په خپلو کړو پښېمانه يو، مونږ چې د کوم مقدس هدف لپاره له خپل کلي کډې وکړې او ته مو په نيمه سوې تنه يوازې پرېښودې، هغه هدف زمونږ څو تش په نامه تنو جهادي مشرانو چې مونږ يې په لوى لاس کډوال کړو،له خاورو سره خاورې کړ. بيا وايو، زما د کلي لوړ چناره! مونږ ټولو کډوالو ته بخښنه وکړه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button