کابل: د جنايي جرمونو پرضد د مبارزې پر رييس وسله وال بريد شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۳۰): د راپورونو له مخې تېره شپه په کابل ښار کې د کورنيو چارو وزارت د جنايي جرمونو پرضد د مبارزې پر رييس جنرال سالم احساس وسله وال بريد شوی.

د دغه رياست چارواکي وايي، چې پېشه تېره شپه دولس نيمې بجې په کابل ښار کې رامنځته شوې ده.

ويل کېږي، نوموړي د بريد پر مهال په خپل موټر کې شتون درلود او له دې بريده روغ وتلی، خو دوه تنه ساتونکي يې مرګوني ټپيان شوي دي.

په دې وروستيو کې د کابل ښار په ګډون د هېواد په يو شمير ښارونو کې جنايي پېښې او وسله وال بريدونه ډېر شوي، چې د خلکو اندېښنې يې زياتې کړي دي.

تر اوسه د دغه بريد مسئوليت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button