طالبان وايي، المار کې يې يوه قرارګاه او نوولس پوستې نيولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۳۰): له وړمې ورځې راهيسې وسله والو طالبانو د فارياب ولايت د المار ولسوالۍ مربوط په ډیری سيمو بريدونه پيل کړل، چې طالبان د يوې قرارګاه په ګډون د نوولس پوستو او زياتو سيمو د نيولو ادعا کوي.
طالبانو کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د المار ولسوالۍ اړوند د يکه خانه، چغت، قشلاق، يتي روق، بند آب ګردان، قرتنه، بیش کپه او اخند بابا سيمې يې له دولتي ځواکونو په مکمله توګه نيولي دي.
جګړه د دواړو غاړ تر منځ تر بيګا ناوخته پورې روانه وه.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې برياليو عملياتو کې د دولتي ځواکونو يوه قرارګاه او نوولس پوستې د وسله والو طالبانو لاسته لوېدلي او زياتوي چې په ټوله جګړه کې د يو قوماندان په ګډون دوه عسکر ټپيان دي او درې نور وژل شوي چې جسدونه يې د جګړې په ډګر پراته دي.
طالبان وايي، په دغو نښتو کې يې ۸ تنه عسکر ژوندي نيولي او بنديان کړي دي.
دغه راز طالبانو په ياده خبرپاڼه کې، د يو رينجر موټر، دوه امريکايي موټرسيکلونو، يو هاوان، يو درازکوف، دوه پيکا، يو راکټ، شپږ کلاشنکوفونو او په زياته اندازه مهماتو د نيولو ادعا هم کړې ده.
د فارياب امنيتي چارواکو په ياده ولسوالۍ کې د طالبانو بريدونه تائيد کړي او تېره ورځ يې وويل، چې د اب ګردان بند سيمه ټوله د طالبانو لاسته لوېدلې ده.
د فارياب د ولايتي شورا غړی عبدالمنان قاطع رسنيو ته ويلي، چې اووه پوليس طالبانو سره يو ځای شوي، دوه وژل شوي او پاتې نورو ځواکونو د ولسوالۍ مرکز ته شاتګ کړی دی.
پرون ناوخته د المار بند د قطعې قومندان شېر محمد وويل، چې د فارياب د ملي امنيت رييس جنرال اميرجان یادې سيمې ته ورغلی و، خو د مخالفينو له کمين سره مخ شو او وتښتېد.
پخپله اميرجان هم وايي، چې د الماربند په سيمه کې دوه ځل د طالبانو له کمين سره مخ شوی، خو ژوندی تر ې راوتی دی.



