(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۳۰ فرید افغان)
تیره ورځ افغان ولسمشر راشرف غني په نیوریارک کې په یوه غونډه کې چې ډیری ګډنوال یې له تالاره وتلي و، څرګنده کړه چې ټرامپ ورسره د افغانستان دتأمین ژمنه کړې او ورته یې ویلي چې هغه برخې چې اوس د مخالفینو تر واک لاندې دي د څلورو کلونو په لړ کې به يې ډېره برخه د افغان ځواکونو په لاس کې وي.
نوموړي زیاته کړه چې په افغان پوځ کې یې د امریکایی چارواکو په غوښتنه پراخ اصلاحات پیل کړي، او په وینا یې چې د افغان پوځ نوی نسل به دندې اشغال کړي، چې له کبله به یې لسګونه زره پخواني جنرالان به تقاعد ته اړ شي.
نوموړي یوځل بیا هغه خبره چې ګواکې له ۲۰ وسلوالو ډلو سره په جګړه بوخت دی تکرار کړه، خو مشخص یې نکړل چې هغه کومې ډلې دي او په وینا یې چې دوی د افغانستان نه، بلکه د نړیوال امنیت د خوندیتابه لپاره قرباني ورکوي.
نوموړي وویل چې د افغانستان جګړه هیڅ کورنی اړخ نلري او نه هم بین الافغاني جګړه ده او په خبره یې چې وسلوالو ډلو د افغانستان پرخاوره ظالمانه تجاوز کړی دی او نړیوالو ته یې د امید سترګې لا هم شته.
نوموړي زیاته کړه چې د ښځو د آزادۍ په برخه کې یې خورا زیاتې هڅې کړې او په وینایې چې ‹‹اوسمهال شپږ میرمنې د سفیرانو او څلور میرمنې د کابینې د وزیرانو په توګه کار کوي. په ساده ټکیو، د ښځو غښتلتیا زموږ د راتلونکې لپاره حیاتي ارزښت لري. ››
اشرف غني د ملګرو ملتونو سازمان هیله بښوونکی وباله او زیاته یې کړه چې ‹‹که نن د ملګرو ملتونو مؤسسه نه وای، موږ به یې د نن د اړتیاوو د ځوابولو لپاره د دې مؤسسې د رامنځته کولو اړتیا محسوسه کړې وای››
















