(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۳۰): د غزني ولايت د جغتو ولسوالۍ نوی امنيه قومندان ميراجان جعفري د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.
د غزني د والي وياند محمد عارف نور د نوموړي وژل کېدل تائيد کړي او اريانا نيوز ته يې ويلي، چې په تېرو دوو مياشتو کې د يادې ولسوالۍ دا درېيم امنیه قومندان دی چې د مخالفينو له لوري وژل کېږي.
د هغه سره د نورو کسانو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويل شوي، خو يوې سرچينې کابل ټکی کام ته وويل چې د نوموړي سره د هغه ساتونکو ته هم مرګ ژوبله رسېدلې ده.
شاوخوا يوه اوونۍ وړاندې د يادې ولسوالۍ امنيه قومندان اسحاق جليلي هم د طالبانو له لوري د ماين په چاودنه کې ووژل شو او له هغې يوه نيمه مياشت وړاندې د اګست په دوهمه نېټه د دغه ولايت د جغتو ولسوالۍ پخوانی امنيه قومندان ناظر حسين هم وژل شوی و.
چارواکي وايي، چې دا په تېرو دوو مياشتو کې د يادې ولسوالۍ درېيم امنيه قومندان دی، چې د طالبانو له لوري وژل کېږي.
















