(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۳۰ فرید افغان)
د عدلیې وزارت له ډیرې مودې وروسته هغه چوپتیا ماته کړې چې تر اوسه یې په هکله له څه ویلو ډډه کوله.
دا وزارت وایي چې لا هم ډیری افغان ماشومان چې په کورنیو او بهرنيو امنیتي پېښو کې د لاس لرلو په تور نیول شوي، په بګرام زندان ساتل کېږي.
د عدلې وزارت ویاند امان الله ریاضت رسنیو ته ویلي څومره معلومات چې دوی لري دادي چې د ۲۱۳ بندیانو په شمیر کې واړه ماشومان په دې زندان کې د امریکایانو تر څارنې لاندې بې سرنوشته پراته دي.
باید وویل شي چې پنځه کاله وړاندې امریکايي ځواکونو د بګرام زندان واګي افغان حکومت ته وسپارل خو لاهم د دې زندان ټولې چارې لا هم د امریکایانو په لاس کې دي او د دوسیو له څیړلو ، آن د بندیانو تر خوشي کولو ټول واکونه بهرني پوځیان ترسره کوي چې افغان عسکرو ته د هیڅ مداخلې حق نه ورکول کیږي.
د عدلیې وزارت په وینا دا ماشومان په وروستیو کلونو کې د بهرنيو پوځیانو پرضد د بریدونو په طراحۍ تورن دي چې ډیری یې له اسنادو،او کره ثبوتونو پرته په بند خونه کې شپې تیروي.
د عدلیې وزارت له لوري دا وضاحت داسې مهال راځي چې د هیواد په لویو محابسو په ځانګړي ډول بګرام او پلچرخي کې زرګونه بندیان چې د بند موده یې پوره شوې، بې سرنوشته پراته دي او له همدې کبله یې په ځلونو اعتصابونه کړي چې د بشري څارونکو اداراو ورته هیڅ پاملرنه نده کړې.
د یادونې وړ ده چې روانه اونۍ هم د پلچرخي په بندیخانه کې سلګونو تنو بندیانو خولې ګنډلې وې او د بیلابیلو مشکلاتو له کبله یې په اعتصاب لاس پورې کړی و، آن تیره ورځ د بندیانو او پنجشیریانو د خپل منځي اخ وډب له امله چې پولیسو هم مداخله وکړه یو بندي مړ او څو تنه ووژل شول.
















