(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۳۰): د بلخ ولايت روغتيايي مسئولينو نن په دغه ولايت کې د اووه لکه ډالرو په ارزښت د دوه صحي مرکزونو ډبره کېښودله.
د بلخ د عامې روغتيا مشر داکټر ميرويس ربيع رسنيو ته وويل، چې د دغه صحي مرکزونو لګښت د افغانستان د ماليې وزارت له خوا ورکول کېږي او په خبره يې چې د جوړولو چارې به يې په نهو مياشتو کې بشپړې شي.
هغه وايي، چې دغه صحي مرکزونو کې به يو د ناروغيو د تشخيص مرکز او بل به پنځلس بستريز روغتون وي.
هغه زياته کړه، چې يو مرکز به د شمال په سطحه د ناروغيو د تشخيص په برخه کې په مزارشريف کې فعاليت کوي او بل د نهر شاهي ولسوالۍ لنګرخانې سيمې د کليو لپاره دی چې سلګونه هېوادوال به ترې ګټه واخلي.
هغه وويل، چې دواړه مرکزونه به په نړيوال معيار برابر او په اساسي ډول جوړېږي او زياتوي چې شپه ورځ به د ناروغانو پر مخ خلاص وي.
















