سرليکنه
له اشرف غني مخکې، حامد کرزي به په ډېرو غونډو کې د وينا پر مهال، چې عام ولس ته ځان خواخوږى وښیي، کله به یې پر ځان پېريان راوستل او کله به یې وژړل، کله به یې طالبان وروڼه، د خپل وطن بچيان او کله به یې دښمنان وبلل. اشرف غني هم په دوو کالو کې ډيرې لوبې وکړې، هر څه یې ويل، کله کله دی هم ځان په ډراماتيک ډول جذباتي کړي.
په تېر لوی اختر کې یې په ارګ کې د اختر له لمانځه وروسته وويل، طالبانو ته وروستی چانس دی او بايد دا چانس له لاسه ورنکړي، یا دې حکومت ته تسليم شي که نه له منځه به يوږړل شي، بيا به دا وخت نه وي. غوره دا ده چې له چانسه ګټه پورته کړي.
اشرف غني ډېر پر پاکستان او کم پر ايران تورونه لګوي چې وسله وال رالېږي، دوی بايد طالب وسله ته پناځايونه ورنه کړي. کله پاکستان لوی دښمن او کله ايران؛ اوس یې ورسره روسيه هم ملګرې کړه چې د شانګهای په غونډه کې یې په افغانستان کې د لاس وهنې تور پر روسيه هم پورې کړ.
اشرف غني په دې ډاډه دی چې د ټرمپ په نوې تګلاره يا نوې ستراتيژۍ کې وسله والو طالبانو ته داسې سيګنل لېږل شوی چې هغوی هيڅ وخت د جګړې په ډګر کې کاميابي نه شي ترلاسه کولاى او بالاخره به مذاکراتو ته غاړه ږدي.
غني خو به د ټرمپ د ستراتيژۍ هرکلې ځکه کوي چې دمخه یې د نورو او اوس د ټرمپ په پاليسۍ تکيه لري، خو څه وخت چې له امريکا مايوسه شي بيا ولس ته مخ واړوي، په څو جذباتي ويناوو سره ولس ته ځان خواخوږی څرګند کړي. چې دا لوبه له حامد کرزي ورته په ميراث راپاتې ده. خو اشرف غني دا لوبه تر ډېره دوامداره نه شي ساتلای.
ټرمپ چې د خپل کمپاين پر مهال له افغانستانه د ټولو امريکايي پوځونو د ایستلو وينا کوله، اشرف غني ډېر وار خطا و. خو چې په نوې ستراتيژۍ کې یې نور پوځونه افغانستان ته راولېږل، لږ څه یې ساه واخیسته؛ اما دا ښه ورته څرګنده ده چې امريکا د چا نه خپلېږي، کومو هېوادونو سره چې امريکا يارانه کړې، لومړې یې خپل هدفونه په نظر کې نيولي او بيا یې لږ څه تمه چې پوځونه پکې ځای پر ځای کړي، هغه هېواد ته ورکړې ده.
لومړی چې اشرف غني د امريکا دوستي د ځان په ګټه بلله، طالبانو ته به یې هره ورځ اخطارونه ورکول. اوس چې یې د ټرمپ په پاليسۍ کې د سولې، له مخالفو وسله والو سره د پخلاينې، په افغانستان کې د امن، د جګړی د پای ته رسېدو او د هېواد د پرمختګ هيڅ یې پکې ونه ليدل، نو ګاونډيانو ته یې بيا تمه پيدا شوه، وایي، له ګاونډيانو غواړم چې له موږ سره په سوله کې مرسته وکړي.
که اشرف غني لږ څه نور هم د ټرمپ په پاليسۍ غور وکړي، نن یې له ګاونډيانوڅخه د مرستې غوښتنه وکړه، وروسته به له طالبانو وغواړي چې خپله وسره خبرې وکړي؛ ځکه اوس اشرف غني د امريکا په دوستۍ او دښمنۍ پوهه شو او سر یې په کرښه کېښود.
په تېرو شپاړسو کالو کې امريکا په هوايي بمباريو کې تر دېرشو زرو زيات افغانان شهيدان کړل، خو اشرف غني بيا هم په افغانستان کې د سولې لپاره څه اراده نه لرله او تل یې د امريکا په هوايي او ځمکنيو ځواکونو تکيه لرله؛ اوس اشرف غني ته څرګنده شوه چې د امريکا په پاليسۍ کې په افغانستان کې سوله نشته، اوس له ګاونډيانوغواړي چې په سوله کې ورسره مرسته وکړي. له دې دا څرګنده شوه چې اشرف غني سر پر کرښه کېښود.
















