هغه لس ښځې چې لعنت پرې ویل شوی دی

راټولوونکی: عزیر اسدخیل
۱-خال لګوونکي:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: الله پاک په هغه ښځه لعنت ویلی دی چې خال لګوي، او یا غوښتنه د خال لګولو کوي (بخاري)
۲- هغه ښځې چې وروځې اوکاږي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: الله پاک په هغه ښځه لعنت ویلی دی، چې د وریځو ویښتان اوباسي.
۳- بې سترې او بې حجابه ښځې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: هغه ښځې چې ظاهر کې پټې او حقیقت کې لوڅې دي د لعنت شوو څخه دي (رواه احمد)
۴- د غاښونو ترمنځ بیلوالی (فاصله) راوستونکي ښځې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: الله پاک په هغو ښځو لعنت ویلی دی چې د ښایست لپاره د غاښونو تر منځ فاصله ( بیلوالی) پیدا کوي [بخاري]
۵- ویښته نښلوونکي ښځې:
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیث مفهوم دی چې الله پاک پر هغه ښځه لعنت ویلی دی، چې ویښتان لګوي، یعنې نور ویښتان په سر ږدي، لکه د آرآیشګري ښځې په شان چې نورو ښځو ته یې لګوي، او یا یې په خپله لګوي (بخاري او مسلم)
۶-هغه ښځې چې خاوندان (میړونه) ترې ناراضه وي:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: کله چې یو سړي خپله ښځه بسترې (خوب ځای) ته راوغواړي او ښځه یې انکار وکړي، او په دغه شپه کې میړه ترې ناراضه (خفه) وي نو ملائکې تر سهاره پرې لعنت وایې.
۷- هغه ښځې چې د سړو سره په لباس، کړو وړو، او داسې نورو کارونو کې مشابهت کوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې الله پاک پر هغو ښځو لعنت ویل دی چې د سړو سره مشابهت کوي (بخاري)
۸- قبرونو ته تلونکي ښځې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: الله پاک پر هغو ښځو لعنت ویلی دی چې قبرونو ته ځي( نسائي- ابو داود –ترمذي)
۹- فریاد کوونکي اوګریوان شکوونکې ښځې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې الله پاک پر چا لعنت ویلی دی چې د مصیبت پر وخت ځان زخمي کړي، خپل سر او مخ ووهي، او ګریوان وشکوي ( مسلم شریف)
۱۰- هغه ښځه چې له درې طلاقو وروسته ځان حلالوي(د پخواني خاوند سره د نکاه موقع برابروي) رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: لعن الله المحلل والمحلل له ( ابوداود)
دحدیث مفهوم ( الله پاک په هغه چا لعنت ویلی دی، چې په درې طلاقو طلاقه شوي وي او د روا والي نکاح کوي او یا د هغه لپاره د روا والي نکاح کېږي (یعنې لمړنی مېړه) . ابوداؤد


