(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۳۱ فرید افغان)
راپورونه وایي چې هندي ځواکونو تیره ورځ د پاکستان پر خاوره بریدونه کړي چې ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
پاکستاني پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې هندي پوځیانو د ورکنګ باونډري په سیمه کې د سیمیزو خلکو پر استوګنځایونو بریدونه کړي چې له امله یې ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
خبرپاڼې ویلي چې په پیښه کې ۶ تنه مړه او ۲۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
پاکستاني ځواکونو هم په ځوابي برید کې د هندي پوله ساتونکو پوستې به نښه کړې چې د مرګ ژوبلې په اړه یې کره معلومات نشته.
دا بریدونه داسې مهال کیږي چې تیره ورځ په نیویارک کې هندي چارواکو وویل چې پلان لري یوځل بیا پر پاکستان خپلو تهاجمي حملو ته زور ورکړي، خو پاکستاني استازو یې په ځواب کې د ورته غبرګون خبرداری ورکړ.
د هند او پاکستان تر منځ د پولې په اوږدو کې وخت ناوخت د دواړو لوریو تر منځ نښتې رامنځته کیږي چې ډیری وخت یې تلفات د دواړو غاړو په پوله میشتو ولسونو ته اوړي .

















