دا شیان وخورئ او له قبضیته ځان خلاص کړئ

قبض ته ام الامراض یعني د ناروغیو مور ویل کېږي. نن سبا په نړۍ کې هر څلورم کس په قبضیت اخته دی. دا ناروغي له ځان سره نورې ناروغۍ هم راوړي او انسان هر وخت په ناروغیو کې ګیر ساتي. خو له قبضیته ځان خلاصول هم دومره ستونزمن نه دی، دا چې قبضیت د غلطو خوړو د استعمال له امله پیدا کېږي نو که په خپل ورځني خوراک کې ځینې سم خواړه داخل کړو، د مرضونو له موره ځان ساتلای شو. راځئ نن به هغه خواړه یا مېوې دروښيو چې په خوړلو سره یې قبضیت ختمېږي.

قبضیت ولې پیدا کېږي؟
قبضیت ولې پیدا کېږي؟

په دې خواړو کې فایبر وي. فایبر د کولمو په نرمولو او د فضله موادو په ایستلو کې مهم رول ادا کوي.

پالک

foods to eat when constipated

د پالکو په خوړلو په اسانۍ سره ځان د قبض له ناروغۍ ژغورلای شو. په پالکو کې فایبر په زیاته اندازه موجود دي، همداراز میگنیشیم او معدنیات هم پکې شته چې دا ټول د فضلې په ایستلو کې مرسته کوي.

سېب او نورې مېوې

foods to eat when constipated

که زیاتره وخت له قبضیته ځورېږئ نو هره ورځ یو سېب خوړل له تاسو سره له  دې ستونزې په ځان خلاصولو کې مرسته کولای شي. په یوه کوچني سېب او د هغه په پوست کې ۳،۶ ګرامه فایبر وي.

بادام، چارمغر (جوز) پسته او ممپلې

foods to eat when constipated

په خپل ورځني خوراک کې لږ څه بادام، چارمغر (جوز) پسته او ممپلې استعمالول هم له دې ستونزې په خلاصېدو کې مرسته کولای شي. په دې وچو مېوو کې پروټین او هغه شیان چې د قبض په ختمولو کې مرسته کوي، زیات موجود وي.

یو څو نورې غذاوې چې په قبضیت کې مرسته کولای شي:

د جوارو نينې

ګوپې (كلپى) دكرم ګل Bring On the Broccoli

اېشول شوي کچالو (پټاټې / آلوګان)

امرود


 

ژباړه

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button