اشرف غني او ټرمپ د افغانستان د معادنو په استخراج توافق وکړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۳۱ فرید افغان)

راپورونه وایي چې افغان ولسمشر له خپل امریکایي سیال سره په یوه جلا لیدنه کې د افغانستان د کانونو د کیندلو په برخه کې توافق ته رسیدلی دی.
سپینې ماڼۍ ویلي چې له دې وروسته امریکایي شرکتونه کولی شي په افغانستان کې د کانونو د استخراج په برخه کې پانګونه وکړي او د دې هیواد پراخ ذخایر خپل هیواد ته انتقال کړي.
امریکا غواړي له یوې خوا په افغانستان کې خپل جنګي مصارف له دې درکه پوره کړي او له بل پلوه یې د خپل مخ پرځوړ اقتصادي رکود فکر کړی چې غواړي پدې توګه د خپل هیواد اقتصاد یوځل بیا پر پښو ودروي.
امریکایي ولسمشر د خپلې نوې ستراتیژي ترمخه په افغانستان کې پدې شرط په جګړه ټینګار کړی چې امریکایي شرکتونه به په آزادانه توګه د دې هیواد په کانونو کې استخراجات کولی شي.

افغانستان د سرو زرو، سپینو زرو، پلاتینیم، اوسپنې، یورانیم، کوټ، تاتینیم، المونیم، ذغالو، طبیعي ګاز او مسو کانونه لري. په ځانګړې توګه بیا د مسو د کانونو ارزښت ډیر دی ځکه د نړی په بیلابیلو برخو کې د دغه فلز زیرمي مخ په خلاصیدو دي.

یو شمیر کارپوهان وایي چې افغانستان کیدای شي چې د لیتیم په سعودي عربستان باندې بدل شي. لیتیم د ګرځنده تلیفونونو او کمپیوترونو په باتریو کې کارول کیږي.
څیړونکي وایي چې یواځې د پګماتیتیک په نامه د ډبرو په منځ کې شاوخوا ۴۹ لوی کانونه وجود لري.
په ټولییز ډول د افغانستان د کانونو ارزښت تر ۴ تریلیون دالرو ډیر اټکل شوی چې شاوخوا ۴ زره ملیارد امریکایي دالره کیږي.
.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button