ننګرهار: د پاکستاني ځواکونو توغندییز برید کې ۲ ماشومان وژل شوي

راپورونه وایي چې پاکستاني ځواکونو یوځل بیا پر ننګرهار باندې توغندییز بریدونه کړيچې له امله یې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د پیښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې توغندي د دې ولایت پر نازیانو ولسوالۍ لګیدلي چې د مالي زیانونو تر څنګ یې دوه ماشومان وژلي او ۳ تنه نور یې ټپیان دي.
خوږیاڼی زیاتوي چې پاکستاني ملیشو تېره ورځ له دولسو بجو د مازيګر تر شپږ بجو پورې سپينې ژۍ، څپو، مستل کنډو، درو سر او بابيل پر سیمو باندې د هاوان ۳۷ مرمۍ توغولې دي.
پدې وروستیو کې د پاکستاني ځواکونو لخوا پر افغان خاوره د توغندویو اورول بې مخینې زیات شوي چې تر اوسه نه افغان چارواکو او نه هم امریکایي قواو د پاکستاني ځواکونو د دې ظالمانه تجاوز په هکله هیڅ کوم غبرګون ندی ښوودلی.
خلک وایي چې سیمیزې ادارې یواځې د توغول شویو مرمیو شمیر کوي او نور ورڅخه د هیڅ ځوابي عمل هیله نلري.
څوکاله کیږي چې پاکستان پر افغان خاوره توغندیزو بریدونو ته دوام ورکړی او په وقفه یې شکل یې لا هم روان ساتلي خو تر اوسه د دې هیواد چارواکو هم د دې بریدونو په اړه کوم وضاحت ندی کړی چې ولې او د کومې موخې لپاره دا بریدونه کوي.
د پیښو د څارونکو په آند که د پاکستان نیت ظالمانه او یرغلییز وي نو افغان چارواکي ولې کوم غبرګون نه ښیي او که تجاوز نه، بلکه آزموینې کوي نو ولې افغان چارواکي ورته په خپله خاوره کې اجازه ورکوي .



