د وینې د سرطان درملنه تائید شوه

ډاکټر فصيح الله
په پخوانیو فولکلوریکو درملنوکې د هرمرض لپاره درمل موجود وو خو لومړی دا اړینه ده چې دیو مرض تشخیص باید وکړل شي هغه وخت چې ساینس د اوس وخت په پرتله دومره پرمختګ نه وو کړی د طبپوهانو لخوا به د مرض تشخیص ځکه نا ممکن و چې د مرض د تشخیص آلې موجود نه وې اوس د سائنس په پرمختګ سره د نورو مرضونو ترڅنګ طبپوهانو د سرطان د مرض تشخیص سره سره په درملنه کې هم کامیابي ترلاسه کړه.
د اروپاېې ټولنې د طبپوهانو اتحادېې ویلي دی چې د نوارټس شرکت د وینې د سرطان درمل جوړکړي دي چې لومړی دا درمل په بدن کې دفاعي سیستم ته قوت ورکوي چې د سرطان د مرض مخه ونیسي وروسته دا درمل بیا په تدریجي ډول خپل فعالیت ته دوام ورکوي.
د امریکایی نوارټس شرکت درمل جوړوونکو طبپوهانو ویلي دي د دې درملو بیه ۴۷۵زره ډالر ده او د۸۳سلنې هغو مریضانو درملنه ېې کړیده کومو چې دوینې سرطان درلود.
د برتانیی د درمل جوړوونکو طبپوهانو لخوا ددې درمل تائید شوی دی ویلي ېې دي چې د طب په ډګرکې دغه ډول درمل جوړول د پرمختګ یوپه زړه پورې ګام دی، برتانوی طبپوهانو ویلي دی چې د کیموتهراپی او یاجراحۍ دودیزې درملنې پرځای د غه دول درملنه د هرناروغ لپاره په ځانګړې توګه طراحي کیږي.
دغه درمل چې د وینې د سرطان لپاره ګټور تمام شول د کارټي په نامه نومول شویدي چې د ناروغ د وینې له سپینو ژوڼکو جوړیږي. وروسته ژوڼکې په احتیاط سره بیا پروګرامېږي، چې د سرطان لټون وکړي او له منځ یې یوسي.
د سرطان د مرض ماهرین وايي، د کار- ټي تکنالوژي وړتیا د سرطان یو ډول له درملنې ډېره غوره درملنه ده. د هوچینسن سرطان څېړنیز مرکز د ایمونوتهراپي برخې مشر ډاکټر ډېوېډ مالونې وايي: دغه ډول درملنې یونوی پړاو دی چې امکان لري د نورو ډولونو درملونو سره به د سرطان د مرض په درملوکې نورپرمختګونه هم وشي. کولمبیا پوهنتون کې د انکولوژۍ څانګې ماهر ډاکټر پرکاش ستواني ویلي:
کله چې له اکیوټ لیمفهوبلاسټک لیوکیمیا سره پرتله کوو، پایلې یې دومره سترې نه دي، خو زه هیله من یم، چې نژدې راتلونکې کې به دغه تکنالوژي نور پرمختګ وکړي.



