امريکا: د نشه یې توکو له امله د مړینې کچه ۲۱ سلنه زیاته شوې ده

راپورتاژ: الماس خدرخېل——- چارواکي وايي، چې د امریکا په متحده ايالاتو کې د نشه يي توکو د زيات استعمال له امله د خلکو مړينه په بېساري ډول زياته شوې ده او په وينا يې چې هره ورځ ۱۴۱ تنه د مخدره توکو د زيات استعمال له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د امريکا لوی څرانوال جيف سشنس ويلي، چې په تېر مېلادي کال کې ۶۵۰۰۰زره کسان د نشه يي توکو د زياتو کارولو له کبله مړه شوي او په خبره يې چې دغه شمېره د وړم ۲۰۱۵م کال په پرتله ۲۱ سلنه زياته ښيي.
تېره مياشت په امريکا کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو او مخدره موادو پرضد د مبارزې کمېسيون په خپل راپور کې ويلي و، چې هره ورځ د امريکا په متحده ايالاتو کې ۱۴۱ تنه امريکايان د مخدره موادو د زيات استعمال له امله مري.
د امريکا د روغتيا ملي احصايې د مرکز د مالوماتو له مخې په ۲۰۱۶م کال کې ۶۴۰۷۰کسانو د زياتو مخدراتو د اسعتمال له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی و، چې دغه شمېره د وړم کال په پرتله زياته او په ۲۰۱۵ کې ۵۲۸۹۸ کسان مړه شوي و او په خبره يې چې دا اندازه د تېرو شلو کلونو په پرتله څلور برابره زياته ده.
په عين حال کې د امريکا لوی څارنوال وايي، چې په دغه هېواد کې د نشه يي موادو استعمال ورځ تربلې په زياتېدو دی، چې ورسره د خلکو د مړينې کچه هم لوړه شوې ده.
هغه وايي، چې هره ورځ زرګونه امريکايان د درد درمل کاروي، چې له کبله يې د درمل جوړولو شرکتونه او د زندانونو ساتونکي ترې ګټه پورته کوي او هغوی ته دغه درمل په واک کې ورکوي.
سشنس زياته کړې، د هغو امريکايانو شمير چې د مخدره او نشه يي موادو د استعمال له کبله مري، له هغو کسانو زيات دی چې د ترافيکي پېښو او ايډز ناروغيو په وجه مړه شوي دي.
نوموړی وايي، چې ولسمشر ټرمپ د انتخاباتو پر مهال ژمنه کړې وه، چې د مخدره موادو د استعمال کړکيچ به راکم کړي، خو په وينا يې چې ټرمپ په دې چاره کې پاتې راغلی دی.
يوې څېړنې په امريکا کې د دغه ناروغۍ کچه په ۱۹۸۰ يمو کلونو کې د ايډز له ناروغۍ سره پرتله کړې ده.
په امريکا کې په هيرويينو، کوکایين او مورفينو روږدي کسان دغه مواد په اسانه توګه په غير قانوني لارو د دواخانو له لارې ترلاسه کوي او وخت ناوخت د ډاکټرانو له لوري اعصابي ناروغانو ته هم ورکول کېږي.



