سيګار: قومندانان د وژل شويو عسکرو له مېرمنو د جنسي خواهش غوښتنې کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱): د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريکا د څارنې ځانګړې اداره سيګار وايي، چې په افغانستان کې د ملي اردو د وژل شويو سرتيرو له مېرمنو څخه د امتيازاتو په بدل کې د جنسي خواهش د پوره کېدو غوښتنې کېږي.

د سيګار په تازه راپور کې راغلي، چې د افغان ځواکونو پر روزنې او تجهيز شاوخوا اويا ميليارده ډالر لګول شوي خو په وينا يې چې لا هم دغه ځواکونه د هېواد د امنیت په ساتلو کې پاتې راغلي دي.

د دغه ادارې مشر جان سپکو ويلي، چې د افغان ملي اردو د وژل شويو سرتيرو له مېرمنو، د هغوی د قربانيو د امتيازاتو د ورکولو په بدل کې د ملي اردو ادارې يو شمير قومندانان له هغوی څخه جنسي غوښتنې کوي او په خبره يې تر هغې امتيازات نه ورکول کېږي، ترڅو يې د هغوی غوښتنې نه وي پوره کړي.

نوموړی وايي، چې دا کار لوی خيانت دی او زياتوي چې دغه ډول فاسد قومندانان به محکمې ته راکش کړي.

يادې ادارې ويلي، چې دا کار له لومړيو کلونو څخه پيل شوی، ځکه په وينا يې چې امريکا د وژل شويو افغان سرتيرو د کورنيو لپاره هيڅ پلان نه درلود.

جان سپکو زياته کړې، چې د کورنيو چارو وزارت پر ودانۍ يې ميليونونه ډالر لګولي خو په وينا يې چې د دې دفتر پر ځای بايد د فساد پر وړاندې مبارزه کړې وای، خو هغه وايي داسې ونه شوه او د ولسمشر غني سره د ورستۍ ليدنې پر مهال نوموړي راته وويل، چې تر ټولو زيات فساد په کورنيو چارو وزارت کې دی.

تر اوسه د کابل ادارې د سيګار د دې تازه راپور او د جان سپکو د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

تر دې مخکې هم داسې راپورونه ورکول شوي، چې د هغو وژل شویو عسکرو چې د کورنۍ مسوولیت ور پر غاړه دی، د دوی له وژل کېدو وروسته سوالونه کوي او په کوڅو کې خير غواړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button