ننګرهار: ترافيکي پېښه کې ۳۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱): د ننګرهار ولايت په پچير اګام ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له کبله ۳۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي اوسېدونکي وايي، چې تېره ورځ ناوخته د يادې ولسوالۍ د ګيرخېلو په کونج کلي کې دغه پېښه رامنځته شوې ده او په وينا يې چې د ډريور په نه شتون کې کاسټر موټر حرکت کړی او يوې لويې کندې ته لوېدلی دی.
په پېښه کې څلور ماشومان مړه شوي او د ښځو،ماشومانو او نارينه و په ګډون ۳۴ تنه نور ټپيان دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی پېښه تائيدوي او رسنيو ته يې ويلي، چې ټپيان د درملنې لپاره د پچيراګام سيمه ييز روغتون او جلال اباد ښار ته وړل شوي دي.



