ایران د منځني واټن توغندي بریالۍ آزموینه ترسره کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱ فرید افغان)

ایرانۍ رسنۍ خبر ورکوي چې دې هیواد په بریالیتوب سره د منځني واټن ویشتونکي توغندي آزموینه ترسره کړې ده.
ایران وروسته تر هغه دا آزموینه کړې چې له امریکا سره یې د اتومي تړون په سر لانجه ګرمه شوه.
امريکايي ولسمشر، دونالد ترمپ، دغه تړون تر سوال لاندې راوستی وو، او په وینا یې چې که ایران له خپلو پریکړو په شا نشي نو اتومي تړون به لغوه کړي

ایران ویلي چې دغه توغندي ۲۰۰ کيلومتره واټن وهلی او په ورته وخت په څو دانو سرګلولو هم سمبالېدای شي. ایراني رسنیو ندي ویلي چې دا ازموينه څه وخت تر سره شوې ده.
خو په وینا یې چې دا توغندي کولای شي ترڅو په اسرائيلو کې هر ځای په نښه کړي.
.د ایران ولسمشر حسن روحاني تیره ورځ په نیویارک ښار کې د خپل اتومي پروګرام ننګه وکړه او په وینا یې چې هدف یې د خپل هیواد د پولو ساتنه ده.
نوموړي ګواښ وکړ چې د هیچا فشارونو ته به تسلیم نشي او دې ډول آزموینو ته به لا دوام او پراختیا ورکوي.
تر اوسه امریکا او اسرایلو د ایران د دې اقدام په هکله کوم غبرګون ندی ښوودلی خو په تیر کې یې د ایران د اتومي پروګرام سخت مخالفین و.
د لویدیځ ځینې شنونکي په دې آند دي چې امریکا + اسرایل + ایران ټول په سیمه کې متحد اهداف لري او غواړي په سیمه کې په شریک ډول خپلې ګټې لاسته راوړي.
د منځني ختیځ په وروستیو کړکیچونو کې هم دریو واړو هبوادونو د مختلفو ډلو څخه خپل مالي حمایت اعلان کړ چې په ترڅ کې یې ټول ښکیل لوري په خپلو کې سره وځپل او دوی خپلې ستراتیژیکې موخې ترې لاسته راوړې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button