جهاد به کله فرض کیږي!؟

اسامه وزیروال
د مسلمانانو لومړۍ قبله مسجد اقصی د یهودانو په ناوړه منګولو کي اسیره ده، په برما کي مسلمانان د بوډایانو له لورې ژوندي سوځول کېږي، د بوسنیا د محکومو مسلمانانو د آزادۍ غږ دټوپک په زور خپ کړی شو، د کشمیر مسلمانه ناوي سرتوره ناسته ده، د صومال مسلمانان تروریستان باله شي، د مصري اسلامپالو د ژوندیو جسدونو څخه د اور لوخړی پورته شوې، د یمن، لیبیا، سوریا او تونس مسلمانان ځورول کېږي، د چیچنیا د آزادۍ تنکۍ هیلي د تل لپاره خاموش کړی شوې، د پاکستان مسلمان ولس د څو لسیزو څخه د لارډمیکالي دکرغېړن انګرېزي قانون تر اسارت لاندې شپې سبا کوي، او د عراقیانو آزادي په تلپاته غلامۍ بدله شوه.
د افغانستان ځوانان، سپین ږیري، تور سرې، او ماشومان په بمونو تیکه ـ تیکه شول؛ خو لا هم جهاد فرض نه دی، او د جهاد نوم اخیستل ګناه ده، د جهاد په نوم سودا روانه ده او روان مقاومت د اسلام بدنامول دي؟
کوم آیت درته دلیل ګرځیدلی چي اوس هم د جهاد څخه مخ اړوئ، هغه کوم دلیل دی چي تاسو ئي د ځان لپاره دلیل ګڼئ او د جهاد څخه د تیښتې لارې لټوئ؟
اسلامي نړۍ کاملا اشغال ده، مسلمان ولسونه کاملا د اسارت ژوند تیروي، په قرآن ئې لوبي کېږي، په پیغمبر ئې پسخند وهلی کیږي، اسلامي شعایر او احکامات تحریفیږي، قرآن ئې تر الماریو منحصر کېږي، مسلمان عیسویت ته دعوت کېږي او د محمد عربي(ص) له لورې ټاکل شوي اسماني قوانین، په وضعي قوانینو اړول کېږي؛ خو ستا په اند جهاد لا فرض نه دی، او لا هم وخت ورته شته؟
لا خو اشغال نه یو، لا مو دین ته خطر نشته، لا مو د آزادۍ سلبولو ته جدي ګواښونه نه دی متوجې؟
آخر کله به د جهاد احکام تطبیق کېږي، آیا تر دي هم د ناوړه وخت انتظار وباسو؟
آیا غواړئ تر هغو انتظار شو چې د برما په څېر مو ترڅو پر خپلو سوځېدلو مړو نه وي ژړلي جهاد نه دی فرض؟
آیا غواړئ تر هغو لاس تر زنې کښېنو چې د کشمیریانو په څېر مو ناوې ښځه، د واده په شپه د هندو جنرال سره شپې تیرولو ته نه وي کشول شوي تر هغو جهاد ونکړو؟
اې ! خو په زنګاوت کي ئې پر خواږه خوب ویده ونه سوځولو؟
هره شپه مو پر کورونو صلیبي عسکر نه راوړي، او مونږ د ښځو او ښځې مو زمونږ د سترګو پر وړاندې نه وژني؟
اوس هم نشته جهاد، اوس هم طالب پنجابی دی، اوس هم طالب د ولس قاتل دی، اوس هم ګناه کار او خونکار دی؟
ای په ډالرو پړسیدلیه: ووایه کنه چې تا کې غیرت نشته که طالب کې؟
ته قاتل ئې، ته باغي ئې، ته وحشي ئې، ته غدار ئې، ته ګناه کار ئې او که طالب!؟
طالب اسلام ګټي، وطن ګټي، ننګ ګټي ناموس ګټي او ته؛ ته اسلام بایلې، ننګ بایلې، ناموس بایلې، وجدان بایلې.
ته ناموس پلوری ئې، وطن ناموس دی، تا ناموس خرڅ کړی او طالب ئې د تن پر غوښو ګټي.
طالب ته پنجابی مه وایه، طالب ته ورانکاری مه وایه، طالب ته قاتل او خونکار مه وایه، د ځان لپاره د یو سپک نوم انتخاب وکړه، او د هغو ډالرو په اخیستلو وشرمېږه چې د ترلاسه کولو لپاره یې په واز کومي په طالب پسې رمباړې وهې.



