حکمتیار صیب! ډیموکراسۍ کې دا مزې وي!/ خالد روان

په افغان جهادي رهبرانو کې حزبیان او د حزب اسلامي مشر انجینر ګلبدین حکمتیار تر ټولو مذبذب کس دی، چې هېڅکله په یوه دریځ کې پاتې شوی نه دی او تل لکه د کال موسم بدل شوی را بدل شوی دی.
په تېرو دوو کلونو کې ګلبدین حکمتیار رنګارنګ اعلامیې خپرې کړې. کله به یې د داعش په ملاتړ د طالبانو سره د جګړې فتوا ورکړې وه او کله به یې خپله اعلامیه تېروتنه بللې وه. کله بې حکومت د سولې په نه کولو تورن کړ، کله به یې اوسنی حکومت د امریکا د لاس آله بللې وه، کله به یې د کابل په ورانولو کې لاس لرل رد کړي وو او …..
د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي دوه اوونۍ مخکې یو ځل د روهېنګیايي مسلمانانو د وژلو اصلي لامل طالبان وبلل او په اعلامیه کې یې ویلي وو، که طالبانو په ۲۰۰۱ز کال د بودا بُت نړولی نه وای، نو د برما پر مسلمانانو به اوسنی حالت نه راته.
حکمتیار او حزب اسلامي د تاریخ په اوږدو کې تل شخصي ګټې له هر څه مهمې بللې او پر کابل واک یې یو د سترو هیلو څخه ده؛ خو له بده مرغه تراوسه یې ددغه ارمان پوره کېدو هېڅ څرک نه لګیږي.
حکمتیار او حزبیان د همدې ارمان دپوره کولو لپاره تسلیم شول او هغومره کمپاین چې حکمتیار ته وشو، که د بلې ډلې یو عادي غړي ته هم شوای وای، نو اوس به حالات تر ډېره بریده ښه شوي وو.
حکمتیار د شمشتو کیسې کابل کې هم پیل کړې. مجلسونه شول، لیدنې شوې، تقریرونه شول او اعلامیې شوې او ځان ورته په رښتیا د حزب اسلامي مشر ښکاره شو.
حکمتیار تېره ورځ هرات ته تللی و او هلته یې په جامع مسجد کې خلکو ته تقریر کاوه، چې یو نفر پرې د بوټ ګوزار وکړ؛ خو دی بچ شو او کس تراوسه نامعلوم ځای کې دی.
ښاغلی حکمتیار صیب! تاسې خوا مه بدوئ. په ډیموکراسۍ کې دا مزې حتماً وي، دلته به ځینې درته ګلان په غاړه کې اچوي او ځینې به دې په خوسا رومیانو ولي.
ښاغلیه! هغه ورځې هم رایادې کړه، چې ستا په امر لسګونه ځوانانو خپل سرونه قربان کړل؛ خو وروسته یې پایله د کابل ورانول او د زرګونه کابلیانو په شهادت پای ته ورسېده.
لږ خپل ګرېوان کې سر ښکته کړه او هغه ژمنې چې تا د خپلو مجاهدینو له کورنیو سره کړې وې، کومه یوه دې سرته وروسوله؟
اسلامي نظام راغی؟ امریکایان ووتل؟ بمبارۍ بندې شوې؟ چاپې بندې شوې؟ غله محکمه شول؟ غاصبین، مفسدین او زورواکي له دندو لرې شول؟ نه یوه چاره هم سرته نه ده رسېدلې؛ خو ستا د واک لېونتوب دا هرڅه ومنل او کابل ته راتګ مو قبول کړ. اوس نو د بوټونو ګوزارو ته ډډې کلکې کړه او ډیموکراسي په تمامه معنا اومنه!



