ننګرهار: شپنيو عملياتو کې پنځو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۳): تېره شپه د ننګرهار ولايت په سرخرود ولسوالۍ د ککړک او ټټنګ سيمو کې بهرنیو او افغان ځواکونو عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې پنځو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ککړک د سيمې يو تن اوسېدونکي بشيرجان کابل ټکی کام ته وویل، چې تېره شپه ناوخته ګډو ځواکونو د دوی پر کلي عمليات وکړل، چې پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه ولسي وګړو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

نوموړی وايي، په دغو عملياتو کې دوه تنه عام کليوال شهيدان شوي او د دوو ماشومانو په ګډون يوه مېرمنه ټپيان دي.

هغه زياته کړه، چې عملياتو ته ورغليو عسکرو د ځينو کورونو قيمتي شيان او پيسې هم له ځان سره وړي دي.

په دې وروستيو کې د ګډو ځواکونو شپني عمليات زيات شوي، چې تر ډېره يې قربانيان ولسي وګړي دي.

تر دې دمه په دې اړه دولت او يا هم بهرنيو ځواکونو څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button